نورستان کې د وروستیو سېلابونو له امله د مړو شویو کسانو شمېر ۱۱۳ ته ورسېد

  • ابراهیم ساپی
  • بي بي سي
سېلاب/ نورستان

د عکس سرچینه، Getty Images

د نورستان په کامدېش ولسوالۍ کې د وروستیو سېلابونو له امله د مړو شویو کسانو شمېر ۱۱۳ ته ورسېد. بل لور د افغان حکومت مرکزي او سیمه‌ييز چارواکي وايي چې کابو ۱۱۰ نور کسان لا هم ورک دي او له ۱۷۳ ډېر کورونه سېلابونو نړولي دي.

چارواکي وايي، د لادرکو کسانو پلټنه روانه ده او سیمې ته د لومړنیو مرستو استولو هڅه کوي. د نورستان په کامدیش ولسوالۍ کې د تېرې اونۍ پر چهارشنبه شپې مهال سېلابونه راوتلي وو.

د کامدیش د میردیش ولسوالۍ اوسېدونکی واحدالله وايي په کور کې و چې سیلاب په مخه کړل چې دی او پلار یې وژغول شول خو د مور او خور مړي یې لا هم لادرکه دي.

د وحدالله په څېر له ۱۷۰ ډېر کورونه له منځه تللي او د کورنیو غړي یې وژل شوي، ځينې یې لا درکه دي او پراخ مالي او اقتصادي زیانونه وراوښتي.

د ځینو سیلاب ځپلو کورنۍ وايي، لا هم د خپلو ورکو خپلوانو په پلټلو پسې لالهاند دي.

د نورستان د ولایتي شورا یوه غړي محمد ظاهر نورستاني بي بي سي ته وویل، تر اوسه د حکومت په ګډون د مرستندویه بنسټونو لخوا سیلاب ځپلو سره کومه مرسته نه ده شوې.

خو افغان حکومت وايي چې د لادرکو کسانو د موندلو او له اغېزمنو شویو کورنیو سره د لومړنیو مرستو د رسولو په هڅه کې دي.

پېښو ته د چمتووالي په برخه کې د دولت وزارت وايي، دا چې سیمه د وسله والو مخالفانو په ولکه کې ده دوی لا هم نه دي توانېدلي چې حکومتي مرستې دې هغه سیمې ته ورسوي.

د عکس سرچینه، Haq

د عکس تشریح،

نورستان والي حافظ عبدالقیوم بي بي سي ته وویل، دا چې سیمې ته غځېدلې لار خرابه شوې هغسې چې لازمه وه خدمتونه نه دي تر سره شوي.

د نورستان والي وايي چې سیمې ته یې د پلټنو ټیم تللی و او لومړنۍ څېړنی یې کړي او هڅه کوي چې له زیانمنو شویو سره د خوراکي توکو او کېږدیو په ګډون لومړنۍ مرستې وشي.

حافظ عبدالقیوم بي بي سي ته وویل، دا چې سیمې ته غځېدلې لار خرابه شوې هغسې چې لازمه وه خدمتونه نه دي تر سره شوي.

د نوروستان د کامدېش ولسوالۍ د میردېش په سیمه کې د تېرې اونۍ د چهار شنبې شپې مهال د سیلاب د ځینو قربانیانو د کورنۍ غړي لا هم لادرکه دي او د ځینو نور هغو مړي بیا د حکومت او ځایي خلکو په مرسته پیدا شوي دي.

په ورته مهال د افغاني سرې میاشتې ټولنې د کامدېش ولسوالۍ په تړاو په خپل راپور کې ویلي د دغې ټولنې مرستندویان له اړونده ادارو سره په ګډه د خوراکي او غیر خوراکي توکو پر برابرولو او وېش بوخت دي چې په راتلونکي پړاو کې به د ویجاړو شویو کورونو پر بیا جوړونه کې هم مرسته وکړي.

په ورته مهال د افغانستان د هوا پوهنې ملي ادرې ويلي چې په نوروستان، کونړ، ننګرهار، لغمان، خوست، پکتیا، پکتیکا، پنجشیر، لوګر او سالنګونو کې د ورښتونو او سیلابونو د پیښېدو امکان شته چې په وینا یې په بیلا بیلو برخو کې د ورښت کچه له لسو تر دېرشو ملي مترو پورې اټکل شوې.