د بشري حقونو خپلواک کميسيون: په افغانستان کې ملکي مرګژوبله لوړه شوې

د بشري حقونو خپلواک کميسيون: په افغانستان کې ملکي مرګژوبله لوړه شوې

د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمیسیون وایي، د تېر ۲۰۲۰ کال لومړیو شپږو میاشتو پرتله د سږ کال په شپږو میاشتو کې د ملکیانو په تلفاتو کې ۸۰ سلنه لوړوالی راغلی دی. کمیسیون تر ډېره پړه پر طالبانو اچولې.

بلخوا افغان ولسمشر وایي، تر راتلونکو شپږو میاشتو به په بنسټیزه ډول امنیتي وضعیت بدل شي خو افغان امنیتي بنسټونه وایي، د افغانستان په دې لویو ولایتونو کندهار، هلمند او هرات کې د ګواښ کچه لوړه شوې ده.