افغانستان کې جګړه؛ ملګري ملتونه وايي، دریو ورځو کې ۲۷ ماشومان وژل شوي

کونړ ولایت کې بې ځایه شویو ماشومانو د اسعداباد یوه ښوونځي کې پناه اخیستې

د عکس سرچینه، AFP

د عکس تشریح،

کونړ ولایت کې بې ځایه شویو ماشومانو د اسعداباد یوه ښوونځي کې پناه اخیستې

ملګري ملتونه وايي، افغانستان کې د امنیتي ځواکونو او وسله والو طالبانو تر منځ د جګړې له کبله یوازې تېرو دریو ورځو کې لږ تر لږه ۲۷ ماشومان وژل شوي دي.

ملګري ملتونه وايي، وژل شوي ماشومان د کندهار، خوست او پکتیا ولایتونو اوسېدونکي وو.

د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو اداره یونیسیف مسوولین وايي، د همدې سیمو ۱۳۶ ماشومان په همدې دریو ورځو کې د سختو جګړو پر مهال ټپیان شوي دي.

یونیسیف مسوولین وايي: ''د ماشومانو مقابل کې د تاو تریخوالي چټک زیاتوالي اندېښنې ډېرې کړې دي. ''

د دوشنبې پر ورځ یونیسف په یوه اعلامیه کې ویلي له ماشومانو سره زور زیاتی ''د هرې ورځې له تېرېدو سره ډېرېږي. ''

افغانستان کې د یونیسیف استازی هیرو لودوچلیس وايي، ''دا یوازې شمېرې نه دي، بلکې دې کې د هرې مړینې او ټپي کېدو قضیه یوه شخصي غمیزه ده. ''

یونیسیف له ټولو اړخونو غوښتي چې د ماشومانو خوندیتوب ته پام وکړي.

بلخ او سمنګان کې جګړې

د عکس سرچینه، Reuters

د سمنګان ولایت د والي مرستیال مني چې د دغه ولایت مرکز ایبک ښار د طالبانو لاس ته لوېدلی دی. دا په تېره یوه اوونۍ کې پنځم ښار دی چې د حکومت له واکه وځي.

د مزار شریف او پلخمري پر ښارونو د طالبانو له بریدونو سره هممهاله، امنیتي ځواکونو ویلي دي چې د تخار مرکز تالقانو د بېرته نیولو لپاره عملیات پیلوي.

د کندوز له ښاره د طالبانو د ایستلو عملیات هم روان دي. د هرات والي هم ویلي دي چې د دغه ښار نږدې یې د طالبانو د بریدونو مخه نیولې.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت مني چې طالبانو پر پلخمري برید کړی او زیاته کړې یې ده چې په هلمند او کندهار کې وضعیت د عادي کېدو په حال کې دی.

له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو د بشپړې وتنې د وخت په رانږدې کېدو سره طالبانو د خپل جنګي تکتیک په بدلون سره د ولایتونو مرکزونه او لوی ښارونه تر بریدونو لاندې نیولي.

تازه طالبانو ویلي دي چې وسله وال یې د سمنګان ولایت ایبک ښار ته دننه شوي. د سمنګان مرستیال والي صفت الله سمنګاني بي بي سي ته ومنله چې ټول ښار طالبانو نیولی او چارواکي یوه بل ځای ته تللي دي.

''تېره شپه چې د اصف سناتور په نوم یو کس له طالبانو سره یو ځای شو، تېره شپه یې طالبان ځای پر ځای کړل، خپله تسلیم شو او له خپلې خوا یې طالبانو ته لاره ورکړه. بیا وضعیت خراب شو او نن ځينې مشران مشاور صاحب او والي صاحب ته ورغلل او ورته ویې ویل چې ښار تباه کېږي. وروسته مسؤلانو ولیدل چې وضعیت خراب شوی نو کوم ځای ته لاړل. اوس طالبان د ایبک ښار کې دي .''

د عکس سرچینه، Reuters

وړاندې د سمنګان ولایتي شورا مرستیال ویلي و چې له طالبانو سره د پاڅونوالو د یوه قومندان یو ځای کېدل چې ډېر کسان یې هم لرل، په ښار کې یې اندېښنې راپورته کړې او له محبس څخه زندانیان هم تښتېدلي دي.

طالبانو ویلي چې نن سهار یې پر مزار شریف ښار بریدونه پیل کړي دي، خو د بلخ امنیه قومنداني وايي چې د طالبانو برید یې په دهدادي ولسوالۍ کې چې له ښاره ۲۰ کیلومتره لرې ده په شا تمبولی دی.

د بلخ امنیه قومنداني ویاند عادل شاه عادل بي بي سي ته وویل چې ځای ځای لا هم جګړه شته:

''تېره شپه وسله والو مخالفانو د چمتال ولسوالۍ له مربوطاتو پر دهدادي ولسوالۍ یرغلیز بریدونه کړي چې امنیتي ځواکونو په سیمه کې حضور درلود او دا برید یې په شا کړی. په دغو سیمو کې نن سهار هوايي ځواکونو هم د دښمن ځواکونو د راټولېدو ځایونه په نښه کړي چې طالبانو ته پکې درانه تلفات اوښتي ''.

د عکس سرچینه، لغمان ولایت مقام

د عکس تشریح،

په تېرو درې ورځو کې دا په لغمان کې د ناامنۍ درېيمه لويه پېښه ده.

بل پلو په شمال ختيځ کې د پامیر قول اردو قومندان عباس توکلي چې د جګړې د مدیریت لپاره بدخشان ته تللی بي بي سي ته یې وویل، د کندوز ښار د بېرته نیولو عملیات پیل شوي او ژر به د تالقانو د بیا نیولو عملیات هم پیل کړي.

ښاغلی توکلي وايي چې د ملکي وګړو د مرکژوبلې د مخنیوي لپاره امنیتي ځواکونه له تالقانو وتلي دي او په ورسج او فرخار کې ځای پر ځای شوي دي.

''موږ د ساحو د بېرته نیولو پلان لرو، بدبختانه د سرتېرو په منځ کې په یوه پړاو کې د مجبوریت پر اساس یو ډول بې نظمي رامنځته شوه خو اوس بېرته سره منسجم شوي او راټول شوي او له تېرې شپې راپدې خوا مو بېرته ډېرې سیمې نیولې دي. ''

په لويدیځ کې د هرات والي عبدالصبور قانع وايي چې د هرات په ښار کې د طالبانو پر ضد عملیات روان دي خو دا یې ومنله چې تېره شپه طالبانو ښار ته نږدې پر دریو سیمو بریدونه کړي دي.

''د امنیتي ځواکونو چاڼیز عملیات روان دي. نن د ښار په شمال لوېديځه برخه کې هم عملیات پیل شوي چې د پرمختګونو شاهدان به یو. تېره شپه طالبانو د ښار په دریو سیمو بریدونه وکړل. امنیتي ځواکونه ژر سیمې ته ورسېدل او د بریدونو مخه یې ونیوله او طالبانو ته مرکژوبله وواښته - شاتګ یې وکړ. ''

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي چې په کندهار او لښکرګاه ښارونو کې وضعیت د عادي کېدو په حال کې دی.

د دغه وزارت ویاند ویلي چې امنیتي ځواکونو د هرات په ګډون پر دغو دوو ښارونو د طالبانو د بریدونو مخه نیولې او په شا کړي یې دي.