''پر پاکستان بنديز ولګوئ'' هشټګ ته پر خواله رسنیو پراخ غبرګون څرګند شوی

خواله رسنیو

د عکس سرچینه، Getty Images

په افغانستان کې او د نړۍ په هغو هېوادونو کې، چې افغانان پکې ژوند کوي، پر خواله رسنیو یې 'SanctionPakistan ' یا پر 'پاکستان بندیز ولګوئ ' هشټګ په کاروولو سره پراخ کمپاین پیل شوی دی.

د خواله رسنیو ځینو کاروونکو له دغه هشټګ سره په افغانستان کې د رواني اوسنۍ جګړې د اوسنۍ زوروري څپې ځینې عکسونه هم خپاره کړي دي.

یوه یې پر خپل ټویټر پاڼه 'پر پاکستان بندیز ولګوئ ' له هشتګ سره د تخار د دریو ماشومانو تصویر خپور کړی، چې پکې لیدل کېږي، یو هلک په وینو سور پروت دی، خور یې ور ته ژاړي او ور ته ولاړ بل ماشوم په چيغو دی.

نوموړي له یاد عکس سره لیکلي. ''دغه هلک پرون د طالبانو په مټ په نیابتي جګړه کې ووژل شو، خور یې ور ته ژاړي او پر ورور د پورته کېدو غږ کوي، خو هغه نه شي پورته کېدای. ''

په دغه کمپاین کې د افغان حکومت لوړ پوړي چارواکي هم برخه لري.

په ستراتیژیک او ټولنیزو چارو کې د ولسمشر سلاکار وحید عمر پر ټویټر لیکلي، ''په ورځني ډول لسګونه طالبانو وژل او ټپیان کېږي. '' د هغه په وینا ''هیڅ یو زموږ په روغتونونو کې نه نشته، د یوه هم جنازه زموږ په کلیو کې نه کېږي او هیڅوک د دوی کورنۍ او خپلوان هم نه پېژني. '' نوموړي لیکلي ''د طالبانو مړي پاکستان ته وړل کېږي، د ژوبلو درملنه یې په پاکستان کې کېږي '' او په وینا یې ''په افغانستان کې روانه جګړه د پاکستان نیابتي جنګ دی. ''

د عکس سرچینه، Twitter

خو پاکستان وايي، په هېواد کې درې میلیون افغان کډوالو شتون له دوی د وضعیت د کنټرول توان اخیستی دی.

په افغانستان کې د کاناډا پخواني سفیر کریس الکساندر، چې په وروستیو کې په خواله رسینو او له خبرې شبکو سره په مرکو کې پرلپسې په افغان جګړه کې پاکستان په مخامخ لاس وهنه تورنوي.

نوموړي هم پر پاکستان بندیز ولګوئ کپماین کې برخه اخیستی.

هغه لیکلي، ''د پاکستان پر ضد له بندیزونو پرته به په افغانستان کې تل پاتې اوربند و نه شي '' او په وینا یې ''په افغانستان کې د پاکستان تل پاته جګړه باید ته پای ته ورسېږي ''.

د عکس سرچینه، Twitter

د ټولنېزو رسنيو يو کاروونکي ليکلي، ''د اسيا زړه، افغانستان نن په جګړو کې سوځي او لامل يې هم روښانه دی؛ پاکستان. '' هغه لیکلي ''ملګري ملتونه او نړيواله ټولنه بايد د پاکستان په وړاندې خپل دريځ روښانه او بېړنی عمل وکړي. ''

يوه فعال خپل نظر داسې بيان کړی، ''د طالبانو په کړنو کې هېڅ ډول بدلون نه دی راغلی او پاکستان اوس هم له دغې ډلې ملاتړ کوي. ''

د ټولنيزو رسنيو يو کاروونکی وايي:

''نړۍ ولې د پاکستان لخوا په افغانستان کې د روانې نيابتي جګړې په تړاو غلې ده؟ پاکستان د دې په لټه کې دی چې د ترهګرۍ ريښې ټولې نړۍ ته وغځوي. ''

خو پاکستاني چارواکو تل دا ډول ادعاوي ردکړې او ویلي په افغانستان کې جګړه نه د دوی او نه هم په سیمه کې د سوداګرۍ په ګټه ده.

د عکس تشریح،

پر پاکستان بندیز ولګوئ کمپاین مخکې په افغان خواله رسنیو کې د افغان ځواکونو په ملاتړ د 'الله اکبر' نارې کپماین هم شوی و.

پاکستان بيا، بیا ویلي، چې په افغانستان کې جګړې پوځي نه حل لري بلکې په وینا یې باید د خبرو له لارې حل شي، وايي تر اوسه ملګرو ملتونو او نړیوالې ټولنې پاکستان ته په افغانستان کې د نیابتي جګړې د پړې ګوته نه ده نیولې.

طالبان په پاکستان کې د خپلو مشرانو شتون نه مني او له دې سره سره چې اوس له افغانستانه کابو ۹۵ سلنه د بهرنیو ځواکونو وتلو بهیر بشپړ شوی، خو د طالبانو په وینا ''لا هم په افغانستان کې د اشغال پر ضد جهاد ته دوام ورکوي. ''

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد وايي، پر پاکستان بندیز ولګوئ، کمپاین د دغې ډلې ضد کړۍ له خوا مخته وړل کېږي او په وینا یې ''دغه کړۍ هڅه کوي د دوی د جهاد پایله په مفتو کې پاکستان ته ور ډالۍ کړي. ''

په خواله رسنیو پر پاکستان بندیز ولګوئ کمپاین مخکې په افغان خواله رسنیو کې د افغان ځواکونو په ملاتړ د 'الله اکبر ' نارې کپماین هم شوی و.

څو ورځې پرله پسې د افغانستان په بېلو ولایتونو کې خلک لارو او کوڅو ته راووتل او ځینې د خپلو کورونو بامونو ته وختل او د الله اکبر نارې په ویلو سره یې د افغان امنیتي ځواکونو ملاتړ وکړ.