بریتانیا شل زره افغانانو ته د ویزې او بریتانیا کې د مېشتېدو پروګرام اعلان کړ

Afghan people sit along the tarmac as they wait to leave the Kabul airport

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح،

دې نوي پروګرام کې به ښځو او نجونو ته لومړیتوب ورکول کېږي

د بریتانیا حکومت اعلان کړی چې شاوخوا شل زره افغانانو ته به د راتلونکو څو کلونو په موده کې د بریتانیا ویزه او په دې هېواد کې ځای پر ځای کېدو سهولت برابروي. بریتانیا دا اعلان پر افغان پلازمېنه کابل د طالبانو تر ولکې دوه ورځې وروسته کوي.

بریتانوي حکومت ویلي، په لومړي کال کې به شاوخوا پنځه زره افغانان د دې پروګرام له لارې بریتانیا ته د راتلو جوګه وي، او دې ډله کې به ښځو، نجونو او نورو اړمنو کسانو ته لومړیتوب ورکول کېږي.

پر دې نوي اعلان سربېره بریتانیا وار د مخه افغانستان کې خپلو ژباړنو او کارکوونکو ته د ویزې او بریتانیا ته د راتګ چاره پیل کړې ده، چې په لړ کې به یې شاوخوا پنځه زره کسان له افغانستانه بریتانیا ته راوستل کېږي.

د بریتانیا د لومړي وزیر دفتر لخوا ویل شوي چې بریتانیا کې د مېشتېدو د دې نوي پروګرام هدف به دا وي چې د ښځو او نجونو په ګډون د هغو خلکو سره مرسته وکړي چې تر تولو ډېره اړتیا ولري.

لومړي وزیر بورېس جانسن د دې نوي پروګرام د اعلان پر وخت وویل، بریتانیا د هغو ټولو افغانانو پوروړې ده چې په تېرو شلو کالو کې یې د افغانستان رغولو کې بریتانیا سره مرسته کړې ده.

نوموړي زیاته کړه: "له دې ډلې ګڼ کسان، په ځانګړې توګه ښځې، اوس زموږ بېړنۍ مرستې ته اړتیا لري. زه ویاړم چې بریتانیا د دوی لپاره دا نوی پروګرام برابر کړی او دوی به وتوانېږي چې له خپلو کورنیو سره بریتانیا کې خوندي ژوند ولري ".

د چهار شنبې پر ورځ د بریتانیا پارلمان غونډه رابلل شوې چې د افغانستان پر حالاتو باندې بحث وکړي.

د عکس سرچینه، MOD

د دوشنبې پر ماښام، د بریتانیا دکورنیو چارو وزارت وویل چې بریتانیا له وړاندې ۳،۳۰۰ تنه افغان ژباړونکي، کارکوونکي او د هغوی کورنۍ بریتانیا کې د مېشته کېدو لپاره منلي دي.

د کورنیو چارو وزارت وویل: ''کله چې افغانستان کې د طالبانو تر واکمن کېدو وروسته پرېکړه کېږی چې څومره شمېر افغان پناه وړونکي بریتانیا کې مېشته کړل شي، په دې پورې به تړلي وي چې د بریتانیا سیمه ییز چارواکي ددې کار لپاره څومره ظرفیتونه لري. ''

بل لورته د بهرنیو چارو وزیر ډامېنک راب دا هم ویلي چې کېدای شي بریتانیا د فغانستان لپاره خپلې بشري مرستې هم زیاتې کړي.

خو هغه وویل: ''موږ غواړو ډاډه اوسو چې دا مرستې به د طالبانو له لارې نه کېږي خو د بشري رنځونو په کمولو کې به مرسته وکړي ''.

د بریتانیا د محافظه کار ګوند پخواني دفاع وزیر، توبیاس اېلووډ، وویل بریتانیا باید د افغانانو پرمخ خپل ور پرانیزي، ځکه دېر له دې امله تښتي چې نړیوال اېتلاف لپاره یې کار کاوه.

د بریتانیا د پوځ دغه پخواني افسر بي بي سي ته وویل: ''د دولت دا سقوط زموږ د څارنې پرمهال شوی، دا زموږ د وتلو، زموږ د پر شاتګ له امله شوی، اوس موږ ډله ییز کډوال کېدل وینو چې کچه یې د دویمې نړېوالې جګړې راهیسې نه ده لیدل شوې او ډېری به یې د اروپا پر لور را روان وي. ''

د عکس سرچینه، MOD

د عکس تشریح،

په سلګونو افغان وګړي په بریتانوي الوتکو کې له هېواده ایستل شوي

د بریتانیا د کارګر ګوند د بهرنیو چارو وزیر سټېفن کېنک، وویل د پناه وړونکو لپاره د حکومت وړاندیز باید ''زړور، پراخ او له سخاوته ډک وي '' او د پرمخ بېولو لپاره یې باید ظرفیتونه هم چمتو کړي.

هغه د بریتانیا پر حکومت دا تور هم ولګوه چې ''په خپلې دندې کې یې غفلت کړی '' چې څرنګه یې د ده په خبره ''په مصیبتناک ډول '' له افغانستانه د ځواکونو ایستل سمبال کړي.

د دوشنبې پر ورځ د کابل په هوايي ډګر کې یو شمېر کسان هغه مهال ووژل شول چې ډېر شمېر خلک پر ځغاستلیکه راټول شوي وو چې له امله یې ټولې الوتنې د څو ساعتو لپاره وځنډول شوې.

په هوايي ډګر کې د ګډوډۍ د صحنو په ترڅ کې، ویل شوي د افغانستان لپاره د بریتانیا سفیر، سر لاوري بریستو، له بریتانوي کارکوونکو او وسله والو ځواکونو سره یوځای بوخت و چې د مستحقو افغانانو لپاره ویزې چمتو کړي.

د دوشنبې پر ورځ د بریتانیا د دفاع وزارت وویل بریتانیا به ۲۰۰ نور عسکر هم کابل ته ولېږي چې د بریتانوي اتباعو او مستحقو افغانانو د را ایستلو په چاره کې مرسته وکړي. له دې سره به افغانستان کې د ټولو بریتانوي عسکر شمېر ۹۰۰ ته ورسېږي.

دفاع وزارت دا هم ویلي چې د سیمې نورو هېوادونو ته به هم نور مرستندویان ولېږي او که اړتیا پېښه شي هغوی به هم افغانستان ته ځي، او همدا راز په بریتانیا کې به نور عسکر هم مرستې لپاره چمتو وي.

ډېری افغان وګړې چې په اوسني وخت کې بریتانیا کې د مېشته کېدو مستحق ګڼل کېږي هغه کسان دي چې د بریتانیا حکومت لپاره یې کار کړی ''او د بریتانیا د ماموریت ترسره کولو کې یې عملي رول درلودلی. ''