امرالله صالح ځان د افغانستان سرپرست ولسمشر اعلان کړ

صالح

د افغان ولسمشر محمد اشرف غني لومړی مرستیال امرالله صالح وايي، د افغانستان د قوانینو له مخې اوس دی د ولسمشرۍ سرپرست دی او پر دې موضوع سلا مشورې کوي. ښاغلي صالح په یوه ټویټر پیغام کې لیکلي:

''د افغانستان د اساسي قانون یوه څرګند حکم له مخې د ولسمشر د غیابت، فرار، او یا مړینې په صورت کې د هغه لومړی مرستیال د ولسمشرۍ مقام د سرپرست ځای نیسي. زه په هېواد کې دننه یم او په مشروع او قانوني ډول د دې مقام/ څوکۍ سرپرست یم. د دې حیثیت د تحکیم لپاره د هېواد له ټولو مشرانو سره په اړیکه کې یم. ''

دا په داسې حال کې ده چې تر اوسه معلومه نه ده، ښاغلی صالح او یا ولسمشر محمد اشرف غني چېرې دي، خو ښاغلی صالح پر خپله ټویټر پاڼه ادعا کوي چې په هېواد کې دننه دی.