خوست، جلال اباد او کونړ کې د ملي بیرغ په ملاتړ د لاریونونو پر مهال تاوتریخوالی او هوایي ډزې

jalalabad

د افغانستان خوست، جلال اباد او د کونړ مرکز اساد اباد ښارونو کې چارشنبه د یو شمېر ولسي کسانو لخوا د افغانستان د ملي بیرغ په ملاتړ لاریون شوی، خو وروسته د ډزو له کبله ګډودي رامنځته شوې ده.

د ځایي رسنیو رپوټونه وایي، جلال اباد کې یو شمېر ولسي کسانو د افغانستان ملي بیرغ د ښار مرکز کې پر یوه څلي ورپاوه او د ملي بیرغ په ملاتړ یې شعارونه ورکول.

خو څو شېبې وروسته پر عمومي سړک دا لاریونوال له وسلوالو کسانو سره مخامخ شول.

پر خواله رسنیو کې خپرویو شویو ویډیوګانو کې ښکاري چې همدا وسلوال دخلکو د شیندلو لپاره هوایي ډزې کوي او د بازار منځ کې ګډوډي رامنځته کېږي.

تر اوسه مالومه نه ده چې وسلوال څوک وو، خو ګڼې سرچینې وایي چې د طالبانو کسان وو. طالبانو تر دې دمه په دې اړه څه نه دي ویلي.

د چارشنبې پر ورځ په خوست ولایت کې هم عامو خلکو د افغانستان د ملي بیرغ په ملاتړ لاریون وکړ او یاد بیرغ یې د ښار مرکزي برخه کې پورته کړ.

د لاریون پر مهال ګډوډي رامنځته شوه او پر خواله رسنیو خپرو شویو ویډیوګانو کې ښکاري چې یو شمېر وسلوال د خلکو لېرې کولو لپاره هوایي ډزې کوي. ځایي سرچینو بي بي سي ته منلې چې دې ډزو کې لږ تر لږه یو کس ټپي شوی دی.

له کونړ ولایته هم رپوټونه وایي چې د شمېر کسان چارشنبه اسد اباد کې د ملي بیرغ په ملاتړ راوتلي وو او شعارونه یې ورکول.