د افغانستان بانک پخوانی سرپرست مشر: د هېواد اقتصاد له ګواښ سره مخ دی

اجمل احمدي

د عکس سرچینه، UN Photo/Violaine Martin

د عکس تشریح،

اجمل احمدي ومنله چې په هېواد کې د اداري فساد پراخ شتون د حکومت اعتبار ته د زیان رسولو یو مهم عامل و.

د مرکزي بانک رییس چې په دې وروستیو کې له افغانستانه وتلی بي بي سي ته وویل، هیله من و چې هېواد ته یې لږ څه نور وخت ورکړل شوی وای چې د امریکايي پوځیانو د وتلو لپاره یې خپل پلان جوړ کړی وای.

اجمل احمدي د ولسمشر بایډن دا خبره هم رد کړه چې وايي افغان پوځ ونشوای کولای د خپل هېواد لپاره وجنګېږي.

ښاغلي احمدي استدلال وکړ چې دا د طالبانو پوځي بریالیتوب نه دی بلکې د ده په خبره ښایی دا یوه استخباراتي کامیابي وي چې ویې کولای شوای ځینو کسانو سره معاملې وکړي او تسلیمېدو ته یې وهڅوي.

ښاغلی احمدي چې پخوا یې د لنډې مودې لپاره د افغانستان د صنایعو او تجارت وزیر په توګه هم کار کړی، دا ومنله چې په هېواد کې د اداري فساد پراخ شتون د حکومت اعتبار ته د زیان رسولو یو مهم عامل و.

هغه وویل د فساد پر ضد ګامونه اخیستل شوي وو خو ډېره سخته وه چې په یوڅو کلونو کې دا کار بشپړ شي.

هغه زیاته کړه چې طالبانو سره د امریکایانو د سولې معامله چې افغان حکومت ورڅخه مثتثنا شوی و د حکومت د مشروعیت په کمولو کې رول درلود.

د افغانستان بانک پخواني سرپرست مشر د هېواد د اقتصاد په اړه هم اندېښنه څرګنده کړه او ويې ویل چې د انفلاسیون یا د افغانۍ پېسو د ارزښت د ټيټېدو خطر شته دی.

هغه وویل کېدای شي د مرستندویانو مرستې خورا کمې شي او دا ښايي د انفلاسیون د لوړوالي سبب شي، پربانکي سیستم فشار راولي، بیې لوړې او بېوزلۍ ډېره کړي.