غني: له افغانستان وتلو ته مجبور کړل شوم؛ د بېرته ستنېدو لپاره په سلا مشورو بوخت یم

غني

د عکس سرچینه، Ghani/facebook

افغان ولسمشر محمد اشرف غني وايي، له هېواده وتلو ته اړایستل شوی، خو په وینا یې 'د تېښتې او جلا وطنۍ قصد نه لري ' او هېواد ته د ستنېدو لپاره په سلا مشورو بوخت دی.

نوموړی متحدو عربي امارتو ته تللی او چارشنبه یې د خپلې رسمي فېسبوکپاڼې له لارې یوه ویډیويي پیغام کې وویل، له هېواده د وتلو تر مهاله یې له طالبانو سره د یو ټولشموله حکومت جوړیدو او د واک سوله ییز لېږد لپاره کار کاوه، خو په وینا یې د یوې دسیسې له کبله اړ کړل شو چې هېواد پرېږدي.

ښاغلی غني وايي:

''عادي ورځنۍ چارې مې روانې وي، ماسپښین مهال د کابل ښار د نظم او ادارې لپاره د دفاع وزارت ته روان وم چې ناڅاپه زما د فزیکي امنیت مسوولین د دې لپاره راغلل چې یوه لویه فزیکي توطئه شنډه کړي. ''

ښاغلی غني وايي، سره له دې چې طالبانو کابل ته د نه ورتګ ژمنه کړې وه، خو په وینا یې پر هغه ورځ د ارګ په شاوخوا کې وسله وال طالبان ځای پر ځای شوي وو او امنیتي مسوولینو د امنیت ساتنې ځواک له لاسه ورکړی و.

ولسمشر غني وویل، له هغه څو دقیقې وروسته چې دی له کابله ووت، طالبان او ځینې نامعلوم کسان چې د ده په خبره د هېواد ژبې یې زده نه وې، ارګ ته لاړل، په لار کې هېڅ مقاومت ورسره و نه شو او په ارګ کې د ده په لټه خونه په خونه ګرځېدل.

نوموړي د افغانستان پخواني ولسمشر نجیب الله وژل کېدو پېښې ته په اشارې وویل: ''پرېکړه یې دا وه چې هغه څه چې ۲۵ کاله مخکې په افغانستان کې پېښه شوې وه، تکرار شي، که پاتې واي، د افغانانو جمهور رییس به یو ځل بیا د افغانانو د سترګو پر وړاندې په دار ځړول شوی وای. ''

ښاغلي غني زیاته کړه، له مرګه نه ډاریږي، خو په وینا یې د افغانستان د عزت پر ځای ساتلو، د ښار ورانېدو او وینې تويېدو مخنیوي لپاره اړ شو له هېواده ووځي.

محمد اشرف غني د چا نوم له یادولو پرته وویل ''د افغانستان د تاریخي دښمن لخوا په حقارت د یو افغان زعیم د وژلو توطئې مخنیوی یو بل لامل و، چې دی یې د هېواد پرېښودلو ته اړ کړ. ''

''د شخصیت وژنې لپاره مې ډېرې هڅې وشوې''

ښاغلي غني له افغانانو وغوښتل هغه ګنګوسي و نه مني، چې ګواکې ده پیسې له ځان سره لېږدولي دي. هغه وویل:

''زه داسې حال کې له افغانستانه وایستل شوم چې د څپیلو ایستلو او بوټانو پښو کولو فرصت مې و نه موند، د ژوند تر ټولو لویه پانګه مې چې کتابونه، د یاداښتونو سلګونه کتابچې او شخصي لپټاپ مې و، چې د ژوند ټول معنوي شته مې پکې وو، دا ټول چې محرم او دولتي اسناد پکې وو، متاسفانه د نورو لاس ته ولویدل. ''

نوموړی وايي، له افغانستانه د وتلو په هکله یې کابل کې له مېشتو نړیوالو سره هیڅ ډول معامله نه ده کړې او په وینا یې دا هر څه ناڅاپه او د ده امنیتي همکارانو د فشار له کبله پېښ شول: ''زه په یو جوړ کالیو، یوه واسکټ او څپلیو کې د وطن پرېښودلو ته اړ شوم، چې جزیات به یې وروسته درسره شریک کړم. ''

ښاغلي غني وویل، د سولې هغو مذاکراتو ملاتړ کوي چې د ده په وینا حکومت پیل کړي و او اوس یې د افغانستان پخوانی ولسمشر حامد کرزی او د ملي مصالحې عالي شورا مشر ډاکتر عبدالله عبدالله پر مخ بیايي.

د اماراتو لخوا بشردوستانه هرکلی

له دې مخکې همدا نن د متحده عربي اماراتو د بهرنیو چارو وزارت اعلان وکړ چې افغان ولسمشر محمد اشرف غني له خپلې کورنۍ سره په دې هېواد کې مېشت شوی دی.

د اماراتو د بهرنیو چارو وزارت په یوه لنډه اعلامیه کې ویلي، د ولسمشر غني او د هغه کورنۍ ته یې د بشردوستۍ له مخې هرکلی ویلی دی.

ښاغلی غني د یکشنبې پر ماښام پر کابل د طالبانو تر ولکې څو ساعته وړاندې له پلازمېنې وتلی و او تر دې دمه یې ځای ځایګی نه و څرګند.

له دې وړاندې ځینو ناتائید شویو رپوټو کې ویل شوي وو چې محمد اشرف غني له خپلو نږدې سلاکارانو سره ښایي تاجکستان یا ازبکستان ته تللی وي.

له هېواده تر وتلو څو ساعته وروسته محمد اشرف غني پر خپله شخصي فېسبوک پاڼه ولیکل، په کابل ښار کې د وینې تویېدنې د مخنیوي لپاره یې پرېکړه وکړه چې ارګ پرېږدي او له هېواده ووځي.

له غني وروسته افغانستان کې ناڅرګند حالت

د عکس سرچینه، ARG

ګڼو افغان سیاستوالو پر ولسمشر غني له دې کبله نیوکې کړې دي چې، د دوی په ټکو، هېواد یې په بحراني حالت کې پرېښود او خپله بهر ته ولاړ.

د ملي مصالحې عالي شورا مشر عبدالله عبدلله په یوه لنډه ویډیو کې ویلي، خدای به ښاغلي غني سره حاساب کوي او ملت به هم خپل قضاوت ولري.

د امریکا ولسمشر جو بایډن او ځینو نورو نړیوالو مشرانو هم پر ولسمشر غني او نورو سیاستوالو نیوکه کړې چې په سیاسي جوړجاړي کې پاتې راغلل او خپل هېواد یې بحران سره مخامخ کړ.

په ورته مهال د طالبانو د سیاسي دفتر مشر او د دې ډلې مرستیال ملا عبدالغني بردار افغانستان ته رسېدلی دی او تمه کېږي چې طالبان به ژر د نوي حکومت اعلان وکړي.

د طالبانو د یو بل مرستیال سراج الدین حقاني ورور انس حقاني هم له دوحې کابل ته تللی او چارشنبه یې پخواني ولسمشر حامد کرزي، د ملي مصالحې عالي شورا مشر عبدالله عبدالله او د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار سره کتلي دي.

طالبانو ژمنه کړې ده چې په افغانستان کې به یو ټولشموله حکومت رامنځته کوي او ټول وګړي به پکې ځان شریک او خوندي بولي، خو لا مالومه نه ده چې دا حکومت به کله او د چا په مشرۍ اعلانېږي.