د طالبانو ویاند وايي، موسیقي ممنوع ده
طالبانو یو ځل بیا په افغانستان کې پر موسیقۍ بندیز ولګاوه.
د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد نیویارک ټایمز ورځپاڼې سره په دې هکله خبرو کې وویل:
''اسلام کې موسیقي ممنوع ده... خو زموږ هیله دا ده چې موږ به پر خلکو د فشار پر ځای وکولای شو دوی دې ته وهڅوو چې داسې و نه کړي. ''
۱۹۹۰ کلونو کې د طالبانو په واکمنۍ کې پر موسیقۍ، ټلویزیون، او سینما سخت بندیزونه لګېدلي وو او هغه څوک له جدي ستونزو سره مخامخېدل چې له دې بندیزونو یې سر غړوونه کوله.
د طالبانو واکمني له ړنګېدو وروسته افغانستان کې موسیقي صنعت وده وکړه او د افغانستان موسیقي ملي انسټیټیوټ رامنځته شو.
د همدې انسټیټیوټ له لارې د افغانستان ښځینه ارکسټرا ډله رامنځته شوه، چې په ملي او نړیواله کچه یې کنسرتونه درلودل.
د ښځو خوندیتوب
ښاغلي مجاهد له نیویارک ټایمز سره مرکه کې دا هم ویلي چې د ښځو خوندیتوب په هکله اندېښنې 'بې بنسټه' دي.
نوموړی وايي، ښځې به په کور کېناستو ته نه اړایستل کېږي او نه به هم تل د مخ پټولو ته مجبورې وي.
د ښاغلي مجاهد په وینا له ښځې سره د نارینه محرم شرط یوازې د هغو سفرونو لپاره دی چې موده یې تر دریو ورځو پورې یا له دې زیاته وي.
هغه وايي، بالاخره به ښځې خپل عادي ژوند ته وګرځي.
د اګست پر ۱۷ مه په خپله لومړنۍ خبري غونډه کې د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد وویل، ''د اسلامي قانون په چوکاټ کې به د ښځو حقونو ته درناوی کېږي. ''
له دې وروسته د اګست پر ۲۴ مه د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد په کابل کې دویمه خبري غونډه کې د ښځو په هکله د خبریالانو پوښتنو ته ځواب کې وویل، د هغوی خوندیتوب لپاره تدبیرونه شوي او وروسته به خپلو دندو ته ستنې شي.
نوموړي دې لړ کې وویل:
''د ښځو برخه کې ځینې مسایل شته. موږ باید د خپل ځواک لپاره یوه کاري تګلاره چمتو کړو، چې ټول پوه شي له ښځو سره باید څه ډول چلن وشي. ''
خو ښاغلي مجاهد د دې مسایلو پر جزیاتو څه و نه ویل.