د بریتانیا لومړی وزیر: له افغانستانه په شرایطو برابر اکثر کسان را ايستل شوي

Outside Kabul airport

د عکس سرچینه، Getty Images

د بریتانیا لومړي وزیر بوریس جانس ویلي له افغانستانه د هغو کسانو چې بریتانیا ته د راتګ لپاره په شرایطو برابر وو "لوی اکثریت" یې له دغه هېواده ايستل شوي دي.

هغه د لندن په شمال کې له هغه مرکزه د لیدنې پرمهال چې له افغانستانه د کسانو د را ایستلو چارې همغږي کوي خبریالانو ته وویل د بریتانیا پوځ تر اوسه شاوخوا ۱۵۰۰۰ کسان رالیږدولي دي.

ده وویل پاتې ورځو کې چې ښايي ډېر وخت کم وي "موږ ټول هغومره هڅې کوو چې موږ یې کولی شو تر څو وکولی شو پاتې ټول کسان را وباسو"

خو رپوټونو کې ویل شوي چې لا هم نږدې دوه زره داسې کسان افغانستان کې پاتې دي چې د بریتانیا حکومت د مېشتولو پروګرام له شرایطو سره برابر دي.

له دې وړاندې د بریتانیا د دفاعي چارو وزیر جېمز هیپي ویلي و واقعي شمېر ښايي نیمايي وي، خو هغه دا ومنله چې ښايی داسې کسان هلته پاتې شي چې ژوند یې له خطر سره مخامخ وي او ونه شو کړای چې د اګست میاشتې له ۳۱مې وړاندې یې را وباسو.

پر کابل هوايي ډګر د احتمالي ترهګریز برید په اړه ښاغلي جانسن وویل چې "کابل هوايي ډګر کې د ترهګرۍ د خطر په اړه باید شفافیت په پام کې ونیسو"

د عکس سرچینه، PA wire

د عکس تشریح،

پر کابل هوايي ډګر د احتمالي ترهګریز برید په اړه ښاغلي جانسن وویل چې "کابل هوايي ډګر کې د ترهګرۍ د خطر په اړه باید شفافیت په پام کې ونیسو"

ده وویل : " موږ باید هلته د روان وضعیت په اړه واقعیتونه پام کې ونیسو او تاسې به دا درک کړئ چې هلته د اسلامي دولت دولت نومې ډلې خراسان ولایت اړونده ترهګر شته، تفصیل نه شم ورکولی خو د خپلو امنیتي ځواکنو او دهغو افغانانو امنیت ته باید متوجه اوسو چې غواړي له افغانستانه ووځي."

بریتانیا او نور هېوادونه هم لکه د امریکا په څېر د اګست له ۳۱مې نیټې وړاندې د خپلو وګړو او د هغو افغانانو بهر ته د لېږدولو لپاره بیړه کوي چې د دغه هېوادونو وېزې لري.

بریتانیا ویلي د خپلو وګړو بهر ته د لیږد چارې په چټکۍ دوام لري او یوازې پرون چارشنبه شاوخوا ۱۲ زره تنه لېږدول شوي دي.