له هېواده د یوې ځوانې افغان ښاروالې د تېښتې کیسه

ظریفه غفاري

د عکس سرچینه، Zarifa Ghafari

ظریفه غفاري چې د افغانستان له لومړنیو ښځینه ښاروالانو یوه وه، وايي پلازمېنې کابل ته د طالبانو له نژدې کېدو وروسته یې احساس کاوه، چې ژوند یې له خطر سره مخامخ دی.

له کورنۍ سره جرمني ته له رسېدو وروسته نوموړې بي بي سي سره خبرو کې له کابله د تېښتې کیسه وکړه. ۲۹ کلنه ظریفه غفاري په دا وروستیو کې د ښځو حقونو فعالې او یوې افغانې ښځینه چارواکې په توګه شهرت وموند.

نوموړې وايي فکر کوي چې له همدې کبله طالبانو د یوه ګواښ په نظر ورته کتل.

هغه وايي:

''زما غږ د ټوپک له زوره زیات زور درلود. ''

اغلې غفاري وايي، هغه مهال چې طالبانو په چټکۍ کنټرول ترلاسه کاوه، او ژوند یې خطر متوجه و، بیا هم ناهیلې نه وه، خو اوس ناهیلې ده.

د اګست پر ۱۸ مه نوموړې د کابل هوايي ډګر پر لور یوه ګاډي کې داسې لاړه چې د ګاډي په پایدان کې ناسته وه او د طالبانو له پوستو د تېرېدو پر مهال به یې ځان پټاوه.

دا وايي، ''د هوايي ډګر په دروازو کې هر ځای طالبان ولاړ وو او ما هڅه کوله ځان پټ کړم. ''

د عکس سرچینه، Zarifa Ghafari

د عکس تشریح،

ظریفه غفاري ۲۰۱۸ کال کې د میدان ښار ښارواله ګومارل شوې وه

هوايي ډګر ته له رسېدو وروسته په کابل کې د ترکیې سفیر له ظریفه غفاري او کورنۍ سره یې مرسته وکړه، چې استانبول ته الوتکه کې سفر وکړي او له هغه ځایه جرمني ته ورسېږي.

د کابل پرېښوولو شېبې په هکله اغلې غفاري وايي:

''د پلار مړینې پر مهال مې فکر کاوه، داسې دروند غم به بیا و نه وینم، خو کله چې د هېواد پرېښوولو لپاره الوتکې ته وختم، دا غم د پلار د مړینې له غمه ډېر دروند و. هیڅکله مې د هېواد پرېښوولو تصور نه و کړی، دا مې د ژوند تر ټولو ترخه شېبه وه، ټول عمر به مې دا غم په زړه کې وي. ''

اغلې غفاري چې اوس د جرمني په دوشیلدورف ښار کې خوندي ځای ته رسېدلې، د کابل هوايي ډګر په شاوخوا کې د خطر له زیاتېدو وروسته ځان بختور بولي.