صالح: غني دې پر یوټیوب خپلې پخوانۍ ویناوې وګوري؛ له هېواد تېښته یې لوی شرم دی

ولسمشر غني

د عکس سرچینه، Getty Images

د افغانستان د پرځول شوي ولسمشر محمد اشرف غني لومړي مرستیال امرالله صالح پر ښاغلي غني تور لګولی چې له هېواده په تېښتې یې خپله کړې ژمنه ماته کړې ده.‌

امرالله صالح د بي بي سي یلدا حکیم سره په ځانګړې مرکه کې وویل، محمد اشرف غني ورته ویلي وو، که طالبان سیاسي جوړجاړی ونکړي نو بیا په ارګ کې وژل کېدو ته چمتو دی.‌

ښاغلي صالح وویل: "پخواني ولسمشر ته مې سپارښتنه دا ده چې یوټیوب ته ورشي او خپلې پخوانۍ ویناوې دې واورې. ده به تل ویل، 'دا مه پوښتئ چې هېواد تاسې ته څه کړي. دا پوښتنه وکړئ چې تاسې هېواد ته څه کړي دي. بل به یې تل د امان الله خان مثال ورکاوه چې یو روښان فکره پاچا و، خو له وطن یې تېښته وکړه او خلک یې یوازې پرېښودل'. نو اوس دې غني خلکو ته ووایي چې ولې وتښتېد".

امرالله صالح وایي، له تېښتې به دا غوره وای چې ښاغلی غني‌ د طالبان لخوا نیول شوی وای،‌ ځکه په هغه صورت کې به بیا هم ولس پرې راټول وای او نړیوالې ټولنې به هم پر طالبانو فشار اچولی وای.‌

د ښاغلي صالح په وینا، په دې نه پوهېږي‌ چې ولې پرځول شوی ولسمشر محمد اشرف غني د هغو تورونو په اړه چې ګواکې له هېواده یې له ځان سره 'دا او هغه' وړي دي، ولس ته سپینه خبره نه کوي.

د محمد اشرف غني‌ دریځ‌ څه دی؟

د عکس سرچینه، Alamy

پرځول شوی ولسمشر محمد اشرف غني د اګست میاشتې پر پنځلسمه نېټه، کابل ته د طالبانو له ننوتلو شېبې وړاندې له پلازمېنې وتلی و.

پر هماغه شپه نوموړي پر خپله فېسبوک پاڼه ولیکل، په هېواد کې د وینې تویېدنې مخنیوي لپاره اړ شو چې له کابل ووځي.

ښاغلي‌غني لیکلي وو، که پاتې شوی وای نو ښایي د طالبانو په لاس وژل شوی وای او تاریخ به یو ځل بیا د پردیو په لاس د یو افغان زعیم د وژل کېدو شاهد وای.

د راتلونکو څو ورځو لپاره د نوموړي ځای ځایګی نه و مالوم او د برخلیک په اړه یې ډول ډول خبرې کېدلی.

خو ښاغلی غني له کابل تر وتلو څو ورځې وروسته پر خپله فېسبوک پاڼه یوه ویډیو کې راڅرګند شو او اعلان یې وکړ چې په متحده عربي اماراتو کې دی.‌

د اماراتو حکومت هم ومنله چې ښاغلي او د هغه کورنۍ ته یې د بشردوستۍ له مخې هرکلی ویلی.

خپل ویډیویي پیغام کې محمد اشرف غني هغه تورونه هم رد کړل چې ګواکې له کابل د وتلو پر مهال یې میلیونونه ډالر له ځان سره وړي دي.

نوموړي ژمنه وکړه چې ډېر ژر به له خلکو سره په دې اړه جزئیات شریک کړي چې اصلاً کابل کې څه پېښ شول.

هغه همدا راز ژمنه وکړه چې ډېر ژر به هېواد ته ستون شي، او د سولې لپاره د کېدونکو هڅو ملاتړ یې هم اعلان کړ.