د پاکستان کورنیو چارو وزیر: زموږ مشرتابه به له طالبانو سره د تحریک طالبان پاکستان په هکله خبرې کړې وي
د پاکستان کورنیو چارو وزیر شیخ رشید احمد وايي، باوري دی چې 'زموږ لوړ پوړو چارواکو به له طالبانو سره د تحریک طالبان پاکستان 'ټي ټي پي ' په هکله خبرې کړې وي. '
پر ډېورنډ کرښه تورخم بندر ته د یوه سفر پر مهال شیخ رشید خبریالانو ته وویل، پاکستان افغان طالبانو ته ډاډ ورکړی، چې د دې هېواد خاوره به د دوی پر ضد نه کاروول کېږي او په وینا یې هغوی هم ډاډ ورکړی چې د افغانستان خاوره به د پاکستان پر ضد نه کاروول کېږي.
ښاغلي رشید کابل ته پرون د پاکستان پوځي استخباراتي ادارې ای ایس مشر جنرال فیض حمید د سفر په هکله وویل، له دې مخکې د 'امریکا استخباراتي ادارې ' سي ای اې مشر هم کابل ته سفر کړی.
نوموړی وايي، کېدای شي راتلونکي کې د پاکستان سیاسي پلاوی هم کابل ته سفر وکړي، خو په وینا یې دا پرېکړه به د پاکستان لومړی وزیر او د بهرنیو چارو وزارت کوي.
'د ای ایس ای مشر کابل ته د طالبانو په بلنه سفر کړی'
اسلام اباد کې د بي بي سي اردو څانګې خبریاله فرحت جاوېد د پاکستان دفاع وزارت سرچینو له قوله وايي، کابل ته د پاکستان د څارګرې ادارې ای ایس ای مشر یوه ورځنی سفر د طالبانو په بلنه شوی دی.
د سرچینې په وینا کابل کې د پاکستان له سفیر سره د لیدنې تر څنګ د 'طالبانو له استازو ' سره لیدنه هم په پام کې وه.
د سرچینې په وینا د سفر بنسټیز هدف ''د نورو هېوادونو او نړیوالو ادارو له لوري هغه غوښتنې وې چې د دې هېوادونو د وګړو او همکارانو د ایستلو لړ کې یې له پاکستانه د مرستې غوښتو لړ کې کړې دي. ''
د پاکستان پوځي سرچینې ادعا کوي چې د ای ایس ای مشر جنرال فیض حمید د طالبانو له مشرتابه سره لیدلي، خو طالبانو دا لیدنه نه ده تایید کړې.
د سرچینې په وینا ''د طالبانو له استازو سره د هغه میکانیزم پر چمتو کولو خبرې شوې چې پر مټ به یې د پاکستان له لارې افغانستان کې مېشتو بهرنيو وګړو او نړیوالو ادرو د همکارو افغانان بهر ایستلو ته لار هواره شي. ''
د یادونې ده چې د بریتانیا، امریکا او ناټو ځینې غړو هېوادونو له پاکستانه غوښتنه کړې چې له افغانستانه د خپلو وګړو او افغان همکارانو په ایستلو کې ورسره مرسته وکړي.
د پاکستان دفاعي سرچینې په وینا کابل کې د ای ایس ای مشر د سفر بهیر کې د هغو کسانو په هکله هم خبرې شوې چې هره ورځ د افغانستان او پاکستان تر منځ تګ راتګ کوي.
د سرچینې په وینا ''په دې هکله هم غور شوی چې باید یوازې هغه خلک د دواړو هېوادونو تر منځ تګ راتګ وکړي، چې د دې سفر اجازه ولري. ''
د سرچینې په وینا په لیدنه کې د افغانستان له اوسني وضعیته د ''ورانکارو او ترهګرو ګټې اخیستو مخنیوي پر لارو چارو هم خبرې شوې. ''
د یادونې ده چې د پاکستان څارګرې ادارې مشر داسې مهال کابل ته سفر کوي، چې طالبان په افغانستان کې د حکومت جوړولو هڅې کوي او په دې هکله د اختلافونو رپوټونه هم ورکړل شوي دي.
ځينې سرچینې ادعا کوي چې د جنرال فیض حمید د سفر یو هدف د دې اختلافونو ختمولو هڅه هم ده.
د پاکستان او په ځانګړې توګه د دې هېواد د پوځي استخباراتو ای ایس ای په هکله عام تصور دا دی چې پر طالبانو نفوذ لري، خو پاکستان تل دغه ډول تورونه رد کړي دي.