اریانا افغان هوايي شرکت له کابله الوتنې پيل کړې

د اریانا افغان شرکت یوې الوتکې ارشیف تصویر

د عکس سرچینه، ARIANA AIRLINES

د عکس تشریح،

د اریانا افغان شرکت یوې الوتکې ارشیف تصویر

د قطر تخنیکي ډلې له لوري د کابل هوايي ډګر یوې برخې له فعالولو وروسته د افغانستان دولتي هوايي شرکت اریانا افغان مسوولین وايي، د پلازمېنې او دریو لویو ښارونو تر منځ یې داخلي الوتنې پیل کړې دي.

د اریانا افغان مسوولینو په یوه اعلامیه کې ویلي، د شنبې له ورځې یې د کابل، کندهار، مزار شریف او هرات تر منځ الوتنې له سره پیل کړې دي.

الجزیزه خبري شبکې له دې مخکې په یوه رپوټ کې د افغانستان لپاره د قطر سفیر له قوله ویلي، د قطر تنخنیکي ډله توانېدلې افغانستان ته د مرستو رسېدو لپاره د کابل هوايي ډګر یوه برخه د الوتنو لپاره فعاله کړي.

تېره اونۍ د طالبانو د ویاند ذبیح الله مجاهد سکرتر بلال کریمي له بي بي سي سره په خبرو کې تایید کړه چې له ترکیې او قطر نه تخنیکي ډلې افغانستان ته رسېدلې چې په کابل کې د حامد کرزي هوايي ډګر ترمیم او پاکولو چارې ترسره کړي.

د طالبانو لاس ته د کابل له لوېدو وروسته تر دوو اونیو پورې د کابل هوايي ډګر کنټرول د امریکايي ځواکونو په لاس کې و چې له دې لارې یې نژدې ۱۲۰ زره بهرنیان او د نړیوالو ادارو کارکوونکي افغانان بهر ته ولېږدول.

بل لور ته یو امریکايي جنرال وايي، دوی هغه ۵۷ زره افغانان ځای پر ځای کړي دي، چې له افغانستانه قطر ته لېږدول شوي وو، او اوس یې یو شمېر امریکا ته رسېدلي او د نورو اسناد په اروپا کې څېړل کېږي.

د رویټرز خبري اژانس په رپوټ کې د امریکايي جنرال ګیرالډ داناهیو له قوله ویل شوي، د قطر العدید پوځي اډه کې اوس له۰۰ ۱۴ هم لږ کسان پاتې دي، چې د شنبې پر ورځ به ډېری بېلا بېلو هېوادونو ته ولېږدول شي.

د نوموړي په وینا یو کوچنی شمېر ناروغ کسان به د سفر اسنادو چمتو کېدو تر مهاله هلته ځکه پاتې وي چې درملنه یې کېږي.

جنرال داناهیو وايي، یو وخت په العدید مرکز کې ۱۷۵۰۰ کسان وو او نهه ماشومان په همدې مرکز کې وزېږېدل.

بل لور ته د رویټرز په یوه بل رپوټ کې د امریکايي چارواکو له قوله ویل شوي، ښايي د امریکا کانګرېس د ملګرو ملتونو او نورو هغو خیریه ادارو د مرستې لپاره چې افغانستان کې فعالیت کوي، بودیجه ځانګړې کړي، خو داسې نه ښکاري چې دغه بودیجه به افغانستان کې مستقیماً د یوه داسې دولت په اختیار کې ورکړل شي، چې واکمن یې طالبان وي.

امریکا له ۲۰۰۱ کال راهیسې له افغانستان سره تر ټولو ډېرې مالي مرستې کړې او د رویټرز خبري اژانس د رپوټ له مخې دې موده کې امریکا د افغانستان امنتي، اداري، بشري او پرمختیايي چارو لپاره نژدې ۱۳۰ میلیارده ډالره لګښتونه کړي دي.