د افغانستان ګاونډیو هېوادونو غونډه: ''د سیمې ثبات او سولې لپاره افغانستان کې سوله مهمه ده''

د عکس سرچینه، Mohammad Sadiq/twitter
غونډه کې د پاکستان، ایران، چین، ترکمنستان، ازبکستان او تاجکستان استازو د افغانستان پر اوسني وضعیت خبرې وکړې.
پاکستان د یکشنبې پر ورځ د افغانستان ګاونډیو هېوادونو د ځانګړو استازو د انلاین غونډې کوربه و.
د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي محمد صادق په مشرۍ غونډه کې د ایران، چین، ترکمنستان، ازبکستان او تاجکستان استازو د افغانستان پر اوسني وضعیت خبرې وکړې.
د پاکستان بهرنیو چارو وزارت وايي، ټولو ګډونوالو په یوه خوله افغانستان کې سوله او ثبات د سیمې د ثبات او پرمختګ لپاره مهم وبلل.
په اعلامیه کې ویل شوي، د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي له مشترکو ننګونو سره د مبارزې او د باثباته افغانستان له کبله د رامنځته شویو تازه فرصتونو ادراک لپاره پر اهمیت رڼا واچوله.
په اعلامیه کې د ښاغلي صادق له قوله ویل شوي، ''باثباته او سوله ییز افغانستان به د اقتصادي همکارۍ، خلکو تر منځ اړیکو، سیمه ییزو اړیکو او سوداګرۍ د ودې لپاره انګېزه رامنځته کړي. ''
رئیسي: ایران به د افغانستان د خلکو په خوښه رامنځته شوي حکومت ملاتړ وکړي
بل لور ته د افغانستان یوه بل ګاونډي ایران ولسمشر ابراهیم رئیسي وايي، هېواد به یې په افغانستان کې د داسې حکومت ملاتړ وکړي، چې د افغانستان د خلکو په خوښه رامنځته شوی وي.
د ایسوشیټیډ پریس په رپوټ کې ویل شوي، د شنبې پر ورځ یوه وینا کې چې له دولتي ټلویزیونه خپره شوه، ښاغلي رئیسي وویل، هر څومره ژر چې کېدای شي، افغانانو ته باید حق ورکړل شي، چې د خپلې خوښې حکومت وټاکي.
نوموړي زیاته کړه:
''هلته باید داسې حکومت رامنځته شي چې د خلکو په خوښه ټاکل شوی وي. ''
نوموړي زیاته کړه، ایران تل هیله درلوده چې افغانستان کې جګړه پای ته ورسېږي او سوله رامنځته شي.
ایرانی ولسمشر وايي چې 'ایران ' به د افغانستان د خلکو لخوا د ټاکل شوي حکومت ملاتړ کوي.