د ملي مقاومت جبهې وياند فهيم دشتي په پنجشېر کې وژل شوی

فهيم دشتي

د طالبانو مخالفو ځواکونو چې د "ملي مقاومت جبهې" په نامه يادېږي تائيد کړې چې په پنجشېر کې يې له طالبانو سره په نښته کې د فهيم دشتي په نامه يو وياند وژل شوی دی.

د دغې ډلې له خوا خپره شوې اعلاميه کې راغلي چې په "دغه نښته کې د جنرال عبدالودود ذره په نامه د مجاهدينو پخوانی قومندان هم د دې ولايت په رخه ولسوالۍ کې وژل شوی دی".

فهیم دشتي ژورنالیست، د سیاسي چارو کارپوه او د یو څه مودې لپاره د افغانستان د ژورنالیستانو د اتحادیې مشر او احمدشاه مسعود ته ډېر نژدې کس و.

دا په داسې حال کې ده چې وړاندې د ملي مقاومت جبهې ويلي وو چې که طالبان خپل پوځي عمليات ودروي نو دوی د افغانستان عالمانو شوار د جګړې درولو غوښتنې منلو ته تيار دي.

د افغانستان ديني عالمانو شورا په پنجشېر کې جګړه "ناسمه" بللې وه او ويلي يې وو چې دا جګړه هېڅ "شرعي اساس" نه لري او له دواړو لوریو يې د جګړې درولو غوښتنه کړې وه.

د ملي مقاومت جبهې مشر احمد مسعود په خپله فېسبوک پاڼه ليکلي وو، چې "د عالمانو شورا ډېری غوښتنو هرکلی او ملاتړ کوي او هيله من دي چې طالبان به دغه اسلامي او بشردوستانه کړنه جدي ونيسي".

اعلاميه زياتوي چې ... هېڅ ديني، انساني يا منطقي دليل نشته چې له مخې يې طالبان ادعا کوي چې د اسلامي نظام د تاسيس لپاره جګړه کوي... خو وايي ډاډه دي چې کولی شي له طالبانو سره د راتلونکي نظام په اړه د مذاکراتو له لارې يوه سوله ييز حل ته ورسېږي".

د عکس سرچینه، Reuters

د پنجشېر ولایت کنټرول ترلاسه کولو لړ کې د طالبانو د پرمختګ له ادعاوو سره سره هممهاله د ''مقاومت ملي جبهې ''په نامه وسله وال وايي، د دوی ځواکونو د یاد ولایت پریان ولسوالي بېرته له طالبانو نیولې ده.

بل لور ته طالبان وايي، د پنجشېر له مرکز بازارک او رخه ولسوالۍ پرته یې د پنجشېر ولایت ټولې سیمې نیولې دي.

په ورته مهال د امریکا مرکزي قومندانۍ مشر مارک میلي خبرداری ورکړی، چې په افغانستان کې د داعش او القاعده ډلو له ځواکمنتیا سره دغه هېواد د کورنۍ جګړې له خطر سره مخامخ دی.

ښاغلی میلي وايي، د افغانستان نوي شرایط ښايي د ترهګرو ډلو د بیا ځواکمنېدو لپاره چاپېریال مساعد کړي.

بل لور ته پنجشېر جګړه کې د پرمختګونو ضد او نقیض ادعاوې داسې مهال کېږي چې وړاندې د ملي مقاومت جبهې یوه وياند په ټویټر پیغام کې ویلي وو، چې پریان سیمه ''په بشپړ ډول د طالبانو له شتونه پاکه شوې ''

دغه وياند ادعا کړې وه چې د طالبانو کاروان بېرته ستنېدو پر مهال د هغوي ''لږ تر لږه زر کسان محاصره شوي '' چې د ځايي خلکو په مرسته د مقاومت ځواکونو نیولي او یا وژل شوي دي.

له دې مخکې کابل کې د ایمرجنسي روغتون مسوولینو وویل، چې طالبانو د پنجشېر پر لور پرمختګ کړی او انابه سیمې ته رسېدلي دي، چې د دې روغتون یوه څانګه هم هلته فعاله ده.

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح،

جنرال میلي وايي، که طالبان و نه توانېږي چې د افغانستان د مهمو سیاسي کړیو په ګډون باثباته حکومت رامنځته کړي، نو د کورنۍ جګړې خطر شته

بل لور ته د امریکا مرکزي قومندانۍ مشر مارک میلي وايي، افغانستان له کورنۍ جګړې سره مخامخ دی.

نوموړی زیاتوي:

''زما نظامي ارزونه دا ده چې اوسنی وضعیت ښايي کورنۍ جګړې ته ورسېږي. ''

ښاغلي میلي له فاکس نیوز خبري شبکې سره خبرو کې وویل:

''د یوه پوځي په حیث زما اټکل ښيي چې ښايي شرایط بدل شي او پایله یې کورنۍ جګړه شي. زه نه پوهېږم چې ایا طالبان به وتوانېږي واکمني ټینګه کړي او که نه. فکر کوم ډېر احتمال دا دی چې یوه کورنۍ جګړه لا پراخه شي او دا کېدای شي شرایط داسې کړي چې د القاعده، داعش یا نورو ترهګرو ډلو ځواکمنتیا او ودې ته زمینه برابره کړي. ''