په افغانستان کې د امريکا د تر ټولو اوږدې جګړې لګښت څومره و؟

ګیټي

د عکس سرچینه، Getty Images

امریکا په ۲۰۰۱ کال کې وروسته له هغه پر افغانستان بريد وکړ چې ویل يې طالبانو اسامه بن لادن او د القاعد ډلې غړو ته چې پر امریکا د سپټمبر يوولسمې نېټې بريدونو کې ښکېل وو، پناه ورکړې ده.

د امريکا له بريد وروسته د وخت په تېرېدو سره په افغانستان کې د امریکایي عسکرو شمېر هم مخ په زياتېدو شو چې په ۲۰۱۱ کال کې يې شمېر ۱۱۰ زرو ته ورسېد.

په رسمي شمېرو کې کېدای شي د ځانګړو ځواکونو او ځينو نورو قطعو شمېر نه وي راغلی.

د امريکا تر څنګ د ناټو نورو غړو هېوادونو هم په دې پوځي ماموريت کې رغنده رول درلود خو د امریکا رول تر ټولو ستر او مهم و.

ناټو په رسمي توګه په ۲۰۱۴ کال کې خپل پوځي ماموريت پای ته ورساوه خو ۱۳ زره پوځیان يې د افغان امنیتي ځواکونو د روزنې او د ترهګرۍ ضد عملياتو په موخه افغانستان کې پرېښودل.

امريکا په افغانستان کې تر ټولو ډېر لګښت وکړ. له افغانستانه د امریکایي ځواکونو له ايستلو وروسته د دغه هېواد ولسمشر جوبايډن په افغانستان کې د لګښت په اړه دوه ارقام يا شمېرې يادې کړې.

يو ځل يې وويل چې په افغانستان کې له "دوه ټريليون" ډېر لګښت شوی او بل ځل يې د "يو ټريليون ډالرو" يادونه وکړه.

د امريکا رسمي شمېرو له مخې له ۲۰۱۰ کال نيولې تر ۲۰۱۲ کال پورې هغه مهال چې د امریکايي سرتېرو شمېر له سل زرو زيات شو د جګړې لګښت هم هر کال له ۱۰۰ ميلياردو اوښتی و.

خو په وروستيو کلونو کې وروسته له هغه چې امریکا خپل تمرکز له جګړې د افغان ځواکونو روزنې ته واړاوه، کلنی لګښت هم ورسره ۴۵ ميلياردو ډالرو ته راټيټ شو.

د امریکا د دفاع وزارت په وینا په افغانستان کې د ۲۰۰۱ کال له اکتوبر نيولې د ۲۰۲۰ تر ډسمبر مياشتې د امريکايي جګړې لګښت ۸۲۵ ميليارده ډالره و، چې وايي د دې ترڅنګ ۱۳۰ ميليارده ډالر نور د بيارغاونې پر چارو لګول شوي دي، چې له دې سره د رسمې شمېرو له مخې په ياده موده کې ټول لګښت ۹۵۵ ميليارده ډالره کېږي چې د امریکا د ولسمشر جوبايډن د يو ټريليون له اټکل سره نژدې دی.

د عکس سرچینه، Getty Images

بل پلو د دوه ټريليونه ډالرو لګښت چې ښاغلي بايډن يې يادونه کړې وه د امريکا د برون پوهنتون د څېړنو له مخې په هغو کې د جګړې لپاره پر پيسو سود، د قربانيانو کورنيو او پر هغو سرتېرو لګښتونه چې معلول شوي هم شامل دي.

د دې څېړنې له مخې په پاکستان کې لګښتونه هم د دې اټکل برخه دي چې امريکا د افغان جګړې اړونده عملياتو لپاره د يوې اډې په توګه کاراوه.

دې څېړنه کې راغلي چې له ۲۰۰۱ کال نيولې تر ۲۰۲۲ پورې په افغانستان کې د جګړې لګښت ۲.۳ ټريليون ډالرو ته رسېږي.

له امريکا وروسته بريتانيا او جرمني په افغانستان کې ډېر پوځيان لرل او هلته يې ډېر لګښت کړی. دوی په خپل وار ۳۰ او ۱۹ ميليارده ډالر لګولي دي.

د پوځيانو له ايستلو سره سره امریکا له افغانستان سره تر ۲۰۲۴ کال پورې هر کال د ۴ ميليارده ډالرو د مرستې ژمنه هم کړې ده.

په افغانستان کې د لګول شويو پيسو لويه برخه د اورپکۍ ضد عملياتو او د سرتېرو اړتياو لکه خوړو، پوښاک، طبي پاملرنې او په ځانګړو معاشونو لګول شوې دي.

رسمي شمېرې ښيي چې له ۲۰۰۲ کال راهيسې امریکا په افغانستان کې د بيارغاونې پر کارونو ۱۳۱.۳ ميليارده ډالر لګولي دي.

له نیمايي زيات لګښت د افغان پوځ او پوليسو په جوړولو شوی دی.

نژدې ۳۶ میليارده ډالر د حکومتولۍ او پراختيايي پروژو لپاره ځانګړې شوې دي، لږه برخه يې د مخدره توکو مبارزې او بشري مرستو ته ځانګړې شوې وه.

د کلونو په اوږدو کې د دغو پيسو يوه برخه د درغليو او ناوړه ګټې اخيستنې له کبله ضايع شوې هم ده.

د ۲۰۲۰ کال اکتوبر مياشت کې د امریکا کانګرېس ته په يوه راپور کې اټکل شوی و چې د ۲۰۰۹ کال له مې مياشتې نيولې د ۲۰۱۹ کال تر ډسمبر پورې ۱۹ ميليارده ډالر ضايع شوي دي.

د عکس سرچینه، RSM

د عکس تشریح،

افغانستان په لومړي ځل بلک هاک چورلکې ترلاسه کړې.

له هغه راهيسې چې په ۲۰۰۱ کال کې د طالبانو پرضد جګړه پيل شوې تر دې دمه له ۳۵۰۰ زيات بهرنيان وژل شوي چې له ۲۳۰۰ زيات يې امریکايان دي.

له ۴۵۰ تنو زيات بريتانويان هم په کې وژل شوي دي.

نژدې ۲۱ زره امریکايان ټپيان شوي خو دا شمېر د هغو افغان سرتېرو پرتله لږ دی چې دې جګړه کې يې خپل ژوند بايللی دی.

افغان ولسمشر محمد اشرف غني په ۲۰۱۹ کال کې ویلي وو له هغه راهيسې چې ولسمشر شوی په تېرو پنځو کلونو کې ۴۵ زره افغان سرتېري وژل شوي دي.

د برون پوهنتون د ۲۰۱۹ کال پلټنې اټکل کوي چې په افغانستان کې د پوځ او پوليسو د تلفاتو شمېر کېدی شي له ۶۴ زرو ډېر وي.