د بریتانوي پوځ مشر وايي، د طالبانو پرمختګ په هکله د ډېرو وړاندوینې ناسمې وې

د بریتانوي پوځ مشر وايي، د طالبانو پرمختګ په هکله د ډېرو وړاندوینې ناسمې وې

د بریتانیا پوځي ځواکونو مشر، جنرال سر نیک کارتر وايي، په دې هکله د ډېرو شنونکو وړاندوینې ناسمې وې، چې څومره ژر به طالبان د افغانستان کنټرول ترلاسه کړي. جنرال کارټر وویل، ډېر خلک د طالبانو د پرمختګ سرعت حیران کړل.

ایا بریتانیا طالبان په رسمیت وپېژني؟ دې پوښتنې ته د جنرال کارټر ځواب په دې ویډیويي کلیپ کې اورو.