طالبان د پنجشېر د نیولو ادعا کوي؛ د مقاومت جبهه یې ردوي

پنجشېر

د عکس سرچینه، Social Media

وسلوالو طالبانو دوشنبه سهار ادعا کړې چې پنجشېر ولایت یې له مخالفینو نیولی او په دې توګه پر ټول هېواد په بشپړه توګه واکمن شوي دي.

د دې ډلې ویاند ذبیح الله مجاهد په یوه لنډه اعلامیه کې ویلي، پنجشېر کې د مخالفینو ځینې مشران ځپل شوي او نور یې تښتېدلي دي.

نوموړي همدا راز د پنجشېر خلکو ته ډاډ ورکړی چې هېڅ ډول توپیري چلن به نه ورسره کېږي او، د ده په وینا، ټول افغانان به د یو هدف لپاره کار کوي.

همدا راز پر خواله رسنیو یوه ناتائید شوې ویډیو هم لاس په لاس کېږي چې پکې یو شمېر طالب وسلوال د پنجشېر ولایت مقام د ودانۍ مخې ته ولاړ دي او د یاد ولایت د نیولو خبره کوي.

خو پنجشېر کې د ملي مقاومت جبهې ته نږدې سرچینو د طالبانو دا ادعا رد کړې ده او ټینګار کوي چې د یاد ولایت ستراتیژیکې برخې لا هم له دوی سره دي.

یاده جبهه همدا راز ادعا کوي چې تېره شپه د پاکستاني پوځ الوتکو پنجشېر کې پر بېلابېلو سیمو بمبار هم کړی دی.

یاده دې وي چې پر پلازمېنې کابل د طالبانو تر ولکې وروسته پنجشېر وروستی ولایت و چې پکې د طالب ضد وسلوال مقاومت وشو او تر دې وروستیو پکې د دواړو خواو ترمنځ سختې نښتې شوې دي.

د عکس تشریح،

فهیم دشتې په دې وروستیو کې پنجشېر کې د ملي مقاومت جبهې ویاند و

د "ملي مقاومت جبهې" تېره شپه تائيد کړه چې د همدې روانو نښتو په ترڅ کې یې د فهيم دشتي په نامه يو وياند د یکشنبې پر ورځ وژل شوی دی.

د دغې ډلې له خوا خپره شوې اعلاميه کې راغلي چې په "دغه نښته کې د جنرال عبدالودود ذره په نامه د مجاهدينو پخوانی قومندان هم د دې ولايت په رخه ولسوالۍ کې وژل شوی دی".

وړاندې د ملي مقاومت جبهې ويلي وو چې که طالبان خپل پوځي عمليات ودروي نو دوی د افغانستان عالمانو شوار د جګړې درولو غوښتنې منلو ته تيار دي.

د افغانستان ديني عالمانو شورا په پنجشېر کې جګړه "ناسمه" بللې وه او ويلي يې وو چې دا جګړه هېڅ "شرعي اساس" نه لري او له دواړو لوریو يې د جګړې درولو غوښتنه کړې وه.

د ملي مقاومت جبهې مشر احمد مسعود په خپله فېسبوک پاڼه ليکلي وو، چې "د عالمانو شورا ډېری غوښتنو هرکلی او ملاتړ کوي او هيله من دي چې طالبان به دغه اسلامي او بشردوستانه کړنه جدي ونيسي".

اعلاميه زياتوي چې ... هېڅ ديني، انساني يا منطقي دليل نشته چې له مخې يې طالبان ادعا کوي چې د اسلامي نظام د تاسيس لپاره جګړه کوي... خو وايي ډاډه دي چې کولی شي له طالبانو سره د راتلونکي نظام په اړه د مذاکراتو له لارې يوه سوله ييز حل ته ورسېږي".