د بشري حقونو څار سازمان: طالبانو پنجشېر او نورو ولایتونو کې بشر ضد او جنګي جنایتونه کړي

پنجشېر

د عکس سرچینه، Getty Images

د بشري حقونو د څار سازمان وایي، طالبانو افغانستان کې د تېرو څو میاشتو پوځي پرمختګونو پر مهال پنجشېر او ځینو نورو ولایتونو کې د بشر ضد او جنګي جنایتونه ترسره کړي دي.

د دې سازمان د اسیا برخې مشرې پټریسیا ګوسمن بي بي سي سره خبرو کې وویل، د عمومي بښنې او د غچ نه اخیستلو په تړاو د طالبانو ژمنې هېڅ معنا نه لري.

نوموړې دا څرګندونې وروسته له هغه وکړې چې بي بي سي پنجشېر ولایت کې د طالبانو لخوا د صحرایي محاکمو او د بې وسلې کسانو د وژنې رپوټ خپور کړ.

د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد بي بي سي ته ويلي چې د بشري حقونو د څار سازمان دغه راپور ردوي او وايي دوی بايد له نژدې سيمې ته ورشي او له حقايقو ځان خبر کړي. طالبان وايي له هغو کسانو سره چې وسله يې پر ځمکه ايښې هېڅ کار نه لري.

خو اغلې ګوسمن وایي: "وروستۍ پېښې هغو ته ورته دي چې موږ پخوا ثبتې کړې وې.‌ د جولای او اګست میاشتو کې چې کله طالبانو د کابل پر لور پرمختګ کاوه،‌ موږ اسناد ترلاسه کړل چې دې ډلې د افغان امنیتي‌ ځواکونو پخواني غړي، د حکومت کسان او ولسي وګړي د غچ په توګه وژلي دي. اوس پنجشېر کې هم هماغه چاره تکرار شوې".

پټریسیا ګوسمن وایي، په ولایتونو کې د طالبانو قومندانان خپلواکه دي او په خپله خوښه خلکو ته سزاوې ورکوي. نوموړې زیاتوي:

"موږ په ټول هېواد (افغانستان) کې له بشري حقونو د سرغړونو پېښې ثبتوو.‌ پنجشېر کې هم همدا کار روان دی.‌ که د امنیتي ځواکونو یو غړی اسیر وي نو هغه پوځي هدف نشي کېدلی. جنګي اسیرانو ته زیان رسول جنګي جنایت دی. نو د ولسي‌ وګړو او جنګي اسیرانو وژنه له جنګي قانون جدي سرغړونه ده".

په دې اړه د طالبانو دریځ څه دی؟

د عکس سرچینه، Socail media

د طالبانو ویاند ذبيح الله مجاهد د بشري حقونو د څار سازمان دغه راپور چې وايي طالبانو د بشر ضد جنګي جايتونو کړې رد کړی دی.

همدا ډول دې ډلې څه موده وړاندې د افغان پلازمېنې کابل د نیولو په درشل کې اعلان کړی و چې د افغان امنیتي ځواکونو په ګډون خپلو ټولو مخالفینو ته عمومي بښنه شوې.

طالبان ټینګار کوي چې دوی له چا غچ نه اخلي،‌ له ولسي کسانو سره هېڅ‌ کار نه لري او یوازې هغه کسان یې هدف دي‌ چې وسله پورته کوي.

طالبانو همدا راز پنجشېر کې د صحرایي محاکمو او د بې وسلې کسانو د وژنې تورونه رد کړي او وایي، هلته هېڅ جګړه یا مقاومت نه دی شوی.

خو له تېرو څو ورځو راهیسې پر خواله رسنیو خپرو شویو ځینو ویډیوګانو کې ښکاري چې طالب وسلوالو ظاهراً پنجشېر ولایت کې صحرایي محاکمه ترسره کړې.

په یوه ویډیو کې چې پر خواله رسنیو ډېره لاس په لاس شوې ښکاري چې طالب وسلوالو یو کس، چې نیمه پوځي کالي یې پر تن دي خو وسله نه لري، د سړک پر غاړه په ډزو وژني.

که څه هم په ویډیو کې د وژل شوي کس پېژندګلوي نه کېږي، خو داسې ښکاري چې طالبانو ته تسلیم شوی او وروسته وژل شوی دی.

د آماج نیوز په نامه خبري شبکې ویلي، دا پېښه د پنجشېر په عنابه سیمه کې شوې، خو په خپلواکه توګه نه ده تائید شوې.

په همدې ویډیو کې یو بل تن هم ښودل کېږي چې په دري ژبه وایي: "نظامي نه یم. کارت مې راسره دی ".

وروسته همدا کس د طالب وسلوالو لخوا لاس تړلی نامالوم لوري ته بېول کېږي او لا یې هم برخلیک نه دی مالوم.‌