تورخم کې ګڼ شمېر افغانان پاکستان د اوښتو په تمه دي

تورخم کې ګڼ شمېر افغانان پاکستان د اوښتو په تمه دي

ګومان کېږي چې په لسګونو زره افغان کډوال به په تېرو څلورو اونیو کې له هغه وروسته چې طالبانو کابل ونیوه د تورخم له لارې پاکستان ته اوښتي وي.

دوی به له هغو خورا ډېرو نورو افغانانو سره یو ځای کېږي چې له پخوا پاکستان کې اوسېږي یو نيم میلیون یې راجستر شوي او د اټکل له مخې نژدې یو میلیون نور له ثبتېدو پرته په پاکستان کې اوسېږي.

د بي بي سي د نړیوالو چارو خبریال جان سېمپسن هم تورخم ته ورغلی.