د طالب مشرانو ترمنځ د اختلافاتو رپوټونه: "ملا برادر په خپګان کندهار ته تللی و"

برادر

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح،

سرچینو بي بي سي ته ویلي چې ملا برادر د نوي سرپرست حکومت په اړه د نظر اختلاف لري

په ټولنیزو رسنیو او وټس اپ ګروپونو کې له تېرو څو ورځو راهیسې داسې ګنګوسې خپرې شوې چې ګواکې د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ کې د طالبانو د دوو ډلو ترمنځ ډزې شوې دي.

ورسره دا اوازه هم خپره شوه چې ګواکې دې ډزو کې د طالبانو د لومړي‌ وزیر مرستیال ملا عبدالغني برادر سخت ټپي شوی او وروسته یې د ټپونو له امله ساه ورکړې.

دغو اوازو هغه وخت زور واخیست چې ملا عبدالغني برادر د یکشنبې په ورځ له ولسمشرۍ ماڼۍ په خپره شوې ویډیو کې ونه لیدل شو.

پر دې ورځ د طالبانو لومړي‌ وزیر ملا محمد حسن اخوند د قطر د بهرنیو چارو وزیر سره ناسته درلوده. د طالبانو لخوا خپره شوې ویډیو کې د کابینې نور مهم غړي وو، خو ملا برادر په کې نه و.

له هماغه وروسته د ملا برادر برخلیک په اړه اوازو دومره زور واخیست چې ان د طالبانو ویاندویان اړ شول په اړه یې وضاحت وړاندې کړي او رد یې کړي.‌

د دوشنبې پر ورځ په دوحه کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند محمد نعیم د ملا عبدالغني یو غږیز پیغام خپور کړ، په کوم کې چې ملا برادر وویل:

"دغه په رسنیو مطبوعاتو کې چې کوم خبر چلېږي، زه دغه وخت سفر کې وم.‌ الحمدالله موږ ټول ملګري تیار تکړه یو. زموږ ضد اکثره وخت رسنۍ دغه ډول بې ځایه تبلیغات او شرموونکي درواغ وايي".

تر دې وړاندې د سپتمبر په ۱۲ مه د موسا کلیم په نامه یوه کس چې ځان يې ملا عبدالغني برادر د محاذ مسوول یاد کړی و، یو لیک خپور کړ چې په کې ویل شوي وو:

"لکه څنګه چې په وټس اپ او فېسبوک کې داسې اوازې خپرېږي چې په ارګ کې د طالبانو ترمنځ د ځينو اختلاقاتو له امله ډزي شوې دي او خدای مه کړه الحاج ملا برادر اخوند ټپي یا شهید شوی دی، دا ټول دروغ دي".

د پردې تر شا خبره څه ده؟

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح،

طالبانو تېره میاشت پر کابل ولکه وکړه او تېره اوونۍ یې خپل سرپرست حکومت اعلان کړ

طالبان وايي، ملا عبدالغني برادر د دوی له مشر ملا هبت الله اخندزاده سره د لیدو لپاره کندهار ته تللی و او ژر به کابل ته ستون شي.‌

خو په دوحه او کابل کې د طالبانو دوو سرچینو بي بي سي ته ومنله چې څو ورځې وړاندې، غالباً د پنجشنبې یا جمعې پر شپه په ارګ کې د ملا عبدالغني برادر او خلیل حقاني ترمنځ لفظي شخړه شوې وه.

سرچینې وایي، هماغه مهال تردې خونې بهر د دوی پلویان سره لاس او ګرېوان شوي وو.

یوې سرچینې بي بي سي ته وویل،‌ تر هماغې پېښې وروسته بیا ملا عبدالغني برادر خپه شو او کندهار ته ولاړ.

سرچینې وايي چې ملا عبدالغني برادر د نوي حکومت جوړیدو او د طالبانو د سرپرستې کابینې په اړه له د نظر اختلاف درلود.

د دوی په وینا،‌ هغه داسې حکومت نه غوښت چې چارواکي یې ټول طالب مشران یا ملایان وي.‌

دغه سرچینې د ملا عبدالغني برادر له خولې وايي،‌ "دوی په تېرو شلو کلونو کې ډېرې تجربې ترلاسه کړې وې او د قطر په سیاسي دفتر کې له نړیوالو سره همدا ژمنه شوې وه چې یو داسې حکومت به جوړوي،‌ چې پکې د افغانستان د ټولو قامونو استازي وي او هم ښځې او لږکۍ هم پکې ونډه ولري".

یوې بلې سرچینې بیا بي بي سي ته وویل،‌ د طالبانو ترمنځ د کابینې تر جوړېدو وړاندې ځينې اختلافات ول،‌ خو په خبره يې د کابینې تر اعلان وروسته ختم شوي دي.

یاده دې وي چې طالبانو د تېرې اګست میاشتې پر پنځلسمه نېټه پر افغان پلازمېنه کابل ولکه وکړه او تېره اوونۍ یې د ملا حسن اخوند په مشرۍ خپل سرپرست حکومت او کابینه اعلان کړه.‌

په دې کابینه کې کابو ټول سرپرست وزیران د طالبانو مشران او یا دې ډلې ته نږدې کسان دي‌.‌ همدا راز د کابینې لوی اکثریت پښتانه دي او ښځو ته پکې ونډه نه ده ورکړل شوې.

خو طالبان بیا ټینګار کوي چې دا یو موقتي حکومت او یوازې د دې لپاره اعلان شوی چې د نظام په ټپه درېدلې چارې روانې شي.‌

طالبانو دا وضاحت نه دی کړی چې سرپرست حکومت به یې د څومره وخت لپاره پر ځای وي. دا هم مالومه نه ده چې راتلونکی حکومت به د ټاکنو له لارې جوړېږي او که له کومې بلې لارې.‌

یاده دې وي‌ چې تر دې دمه د نړۍ هېڅ هېواد د طالبانو سرپرست حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی.