متقي: د نړیوالو د مرستو مننه کوو؛ امریکا لوی هېواد دی،‌ زړه دې هم لوی وساتي

امیر خان متقي

د عکس سرچینه، Getty Images

د طالبانو سرپرسته کابینه کې بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي له افغانستان سره د څه باندې یو میلیارد ډالرو مرستې له کبله د نړیوالې ټولنې مننه کړې، او ژمنه یې کړې چې طالبان به اړمنو کسانو ته د دې مرستو رسولو کې همکاري کوي.‌

نوموړي سه شنبه کابل کې یوې خبري ناستې ته وویل،‌ امریکا یو لوی هېواد دی او ورته پکار ده چې زړه هم لوی وساتي.‌

هغه غوښتنه وکړه چې نړیواله ټولنه باید خپلې مرستې له سیاسي مسایلو سره غوټه نه کړي.

ښاغلی متقي دغه راز وايي، په کابل کې ټولو سفارتونو ته پیغام استول شوی چې له معمول سره سم خپلې چارې روانې وساتي.

یاد خبري اژانس همدا راز وایي، د طالبانو د بهرنیو چارو سرپرست وزیر له امریکا د (زړورتیا) څرګندولو غوښتنه کړې.

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتیریش تېره ورځ جنیوا کې د افغانستان په تړاو له یوې نړیوالې غونډې وروسته وویل، دې ناسته کې بېلابېلو هېوادونو له افغانستان سره د بشري مرستو په برخه کې له یو میلیارد ډالرو زياتې مرستې ژمنه کړې ده.

ملګرو ملتونو د ۶۰۶ (شپږ سوه شپږ) میليونه ډالرو غوښتنه کړې وه خو د کنفرانس ګډونوالو د نژدې د دوه برابره مرستې ژمنه وکړه.

دې کنفرانس ته د امریکا متحده ایالتونو استازې لېنډا تومس ګرینفیلډ اعلان وکړ چې هېواد به یې افغانستان سره د بشري مرستو لپاره ۶۴ میلیونه ډالره مرسته کوي.

بل لور د طالبانو بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي نن سې شنبه کابل کې د پاکستان له سفیر منصور احمد خان سره لیدلي دي.

د طالبانو اړوند یوه ټویټر پاڼه وايي، په دې لیدنه کې د سپین بولدک او تورخم له لارې د خلکو تګ راتګ او پاکستان کې د مېشتو افغان کډوالو د ستونزو په هکله خبرې شوې دي.

د طالبانو په وینا پاکستاني سفیر دې لړ کې ډاډ ورکړی چې اسانتیاوې به چمتو کوي.