طالبانو د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ کې د ګډون او وینا کولو غوښتنه کړې

Amir Khan Muttaqi

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح،

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیر خان متقي د ملګرو ملتونو سرمنشي ته په دې تړاو لیک استولی

طالبانو له ملګرو ملتونو غوښتي چې د دوی د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقي دې روانه اوونۍ په نیویارک کې د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ ته وینا وکړي.

د دې ډلې ویاند ذبیح الله مجاهد سکرتر بلال کریمي بي بي سي ته د دې خبرې پخلی کړی دی.

طالبانو همدا راز د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتېرش ته په استول شوي لیک کې په دوحه کې د خپل سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د استازي په توګه ورپېژندلی.

د ښاغلي ګوتېرش ویاند فرهان حق ویلي، لیک یې د دغه سازمان ځانګړې نهه کسیزې کمېټې ته استولی چې امریکا، چین او روسیه یې غړي دي.

طالبانو په خپل لیک کې استدلال کړی چې ملګرو ملتونو کې د افغانستان د مخکیني دولت د استازي غلام اسحق زي کاري دوره پای ته رسېدلې.

رویټرز خبري آژانس لیکي، د عمومي ناستې له قانون سره سم، تر هغه چې د باورلیک کمېټې پرېکړه نه وي کړې، ښاغلی اسحق زی به پر خپلې څوکۍ پاتې وي.

د مخکې جوړ شوي پلان پر بنسټ ښاغلي اسحق زي ته پر دوشنبه، چې د ناستې وروستۍ ورځ ده، د وینا وخت ورکړل شوی دی.

بایډن او جانسن پر افغانستان غږېدلي

د عکس سرچینه، PA Media

د عکس تشریح،

ولسمشر بایډن سه شنبه سپینه ماڼۍ کې لومړي وزیر بورېس جانسن سره ولیدل

په ورته مهال دبریتانیا لومړي وزیر بورېس جانسن او د امریکا ولسمشر جو بایډن په واشنګټن کې سره لیدلي او د افغانستان په اړه یې یې خبرې کړې دي.

دواړو مشرانو ټینګار کړی چې ټولې ډیپلوماتیکې او د بشري مرستو لارې چارې باید داسې وکارول شي چې په افغانستان کې د وضعیت د خرابېدو مخنیوی وکړي.

ولسمشر بایډن او لومړي وزیر جانسن یو ځل بیا هوکړه وکړه چې د طالبانو په رسمیت پېژندل باید بشري حقونو ته د دې ډلې له درناوي سره تړلي وي.

یاده دې وي چې له افغانستان د پوځیانو د ایستلو پرېکړه او بڼه هغه څه وو چې د امریکا او بریتانیا چارواکو ظاهراً پرې د نظر اختلاف درلود.

بریتانیا کې د لومړي وزیر بورېس جانسن مخالفین نوموړی تورنوي چې دې چاره کې یې په پټو سترګو د امریکا امر منلی او دې کار سره یې د افغانستان راتلونکی او د ګڼو انسانانو ژوند خطر سره مخ کړی.

د امریکا ولسمشر جو بایډڼ بیا د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ ته خپله وینا کې وویل، په تېرو دوه لسیزو کې لومړی ځل دی چې هېواد یې هېڅ کومه جګړه کې ښکېل نه دی.

نوموړي ټینګار وکړ چې له دې وروسته به د نړۍ ستونزو د حل لپاره د پوځي ځواک پر ځای فعاله او چټکه دیپلوماسي او مرستې کاروي.