ډبلیو ایف پي; د روان کال ترپایه له اړمنو افغانانو سره مرستې ته ۲۰۰ میلیونه ډالرو ته اړتیا لرو

  • سمیع الله موسی‌زی
  • بي بي سي، لندن
افغانستان، ډبلیو ایف پي

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح،

د ډبلیو ایف پي ویاند وحید اماني بي بي سي ته وویل هغه آوازې سمې نه دي چې ګواکې ډبلیو ايف پي د ټېلېفون له لارې خلکو ته مرسته ورکوي.

د ملګرو ملتونو د خوړو پروګرام ډبلیو ایف پي وايي ۲۰۰ میلیونه ډالرو ته اړتیا لري چې افغانستان کې هغو خلکو ته خواړه ورسوي چې دوی په پلان کې نیولي دي.

د ډبلیو ایف پي ویاند وحید اماني بي بي سي ته وویل هغه آوازې سمې نه دي چې ګواکې ډبلیو ايف پي د ټېلېفون له لارې خلکو ته مرسته ورکوي.

دی وايي لکه د پخوا په څېر د دوی مرستې هغو اړمنو خلکو ته ورکول کېږي چې د سروې له پړاوه تېر شوي وي.

په دې وروستیو ورځو کې داسې آوازې خپرې شوې او د ټېلېفون شمېرې او ایمیل ادرس پر خواله رسنیو لاس په لاس کېږي چې ګواکې دا د ډبلیو ایف پي دي او که څوک اړتیا ولري نو له ډبلیو ایف پي دې مرسته وغواړي.

خو ښاغلي اماني بي بي سي ته وویل چې دا آوازې ناسمې دي او خلک د ملګرو ملتونو د خوړ بنسټ یا ډبلیو ایف پي له ټېلېفون شمېرو سره یوازې د شکایت لپاره اړیکه نیولی شي.

د نوموړي په وینا که څوک وویني چې مرستې اړمنو خلکو ته نه رسېږي نو کولای شي چې د دوی له ټېلېفون شمېرو سره په اړیکه کې شي او حال ورکړي.

ډبلیو ایف پي یو له هغو نړیوالو بنستونو دی چې افغانستان کې د کار اوږده مخینه لري.

ښاغلی اماني وايي د ۲۰۲۱ کال تر پایه ۲۰۰ میلیونه ډالرو ته اړتیا لري چې وکولی شي ۱۴ میلیونه اړمنو خلکو سره مرسته وکړي.

د ملګرو ملتونو د خوړو د پروګرام ډبلیو ایف پي د چارواکو په وینا په روان ۲۰۲۱ کال کې دوی تراوسه ۱۰ میلیونو افغانانو ته مرستې رسولي خو غواړي چې د روان کال ترپایه پورې دا شمېر ۱۴ میلیونو ته ورسېږي او د دې لپاره دوی ۲۰۰ میلیونو نورو ډالرو ته اړتیا لري.

د چارواکو په وینا دا هغه کسان دي چې دوی وار دمخه په پلان کې نیولي او د سروې له پړاو نه تېر شوي دي.

ښاغلی اماني وايي ډبلیو ایف پي په افغانستان کې خپل کاري ظرفیت لوړ کړی او د دوی د سروې له مخې ۲۳ میلیونو هغو کسانو ته به په ۲۰۲۲ کال کې مرستې ورسول شي چې د خوړو له پلوه خوندي نه دي پیژندل شوي او د هرې میاشتې لپاره یې دوی ۲۲۰ میلیون ډالر مالي مرستې ته اړتیا لري.

د بي بي سي د دې پوښتنې په ځواب کې چې آیا اوس د نغدو پیسو مرسته له خلکو سره کیږي ښاغلي اماني وویل:

''په ښاري سیمو کې چېرته چې مارکیتونه شته که پيسي ورکړل شي خلک کولای شي له خپلې اړتیا سره سم توکي ځان ته واخلي. ''

ډبلیو ایف پي وايي دولتي کارکوونکو ته د معاشونو د ورکړې په برخه کې دوی له چا سره مرسته نه کوي او د دوی پروګرامونه د ټولو هغو خلکو لپاره دي چې د اړمن کسان د سروې له مخې د مرستې لپاره پیژندل کېږي.

د ملګرو ملتونو خبرداری

د عکس سرچینه، EUROPANEWSWIRE/GADO

ډبلیو ايف پي د روان ۲۰۲۱ کال په پاتې موده کې اړمنو افغانانو ته د مرستې رسولو په خاطر د ۲۰۰ میلیونو ډالرو غوښتنه داسې مهال کوي چې څو ورځې وړاندې د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونيو ګوتېرش افغانستان کې د ناړه بشري وضعیت په اړه خبرداری ورکړ او غوښتنه یې وکړه چې نړۍ دې له افغانستان سره د مرستې لپاره لاس په کار شي.

انتونیو ګوتېرش ویلي افغانستان په نړۍ کې په یوه بشري ناورین بدلېدونکی دی.

بل خوا ملګري ملتونه وايي د هغو مرستو له درېیمې برخې هم کمې مرستې تر لاسه شوې چې له افغانستان سره د بشري مرستو لپاره اعلان شوې دي.

دا په تېرو څو ورځو کې په پرله پسې توګه څو وم ځل دی چې نړيوال بنسټونه او د بشري مرستو رسوونکي افغانستان کې د بشري ناوړه وضعیت په اړه خبرداری ورکوي.

ښاغلي ګوتېرش په ټویټري پیغام کې د ژمې رانژدې کېدو ته په اشارې ویلي و چې مسله د وخت ده او په کار ده چې له ژمي وړاندې د خلکو د ژوند ژغورلو لپاره بېړنۍ مرستې ورسول شي.

د ملګرو ملتونو سرمنشي پر نړۍ غږ کړی چې لاس په کار شي، د ملګرو ملتونو د هڅو ملاتړ دې وکړي او اړمنو خلکو سره د مرستو لپاره دې مالي ملاتړ وکړي.