د کړکېچ نړيواله ډله: که پر افغانستان لګېدلي محدوديتونه لېرې نه شي ښايي، يو ميليون وګړي له لوږې او یخنۍ مړه شي
- سپین تڼی
- بي بي سي لندن
د کړکېچ نړيواله ډله وايي که پر افغانستان لګېدلي محدوديتونه لېرې او لاسنيوى يې ونشي نو شونې ده چې سږ ژمى يو ميليون وګړي له لوږې او یخنۍ مړه شي.
دغې څېړنيزې ادارې پر نړيوالو غږ کړى چې افغانستان کې د پراخې لوږې د مخنيوي لپاره دې پر دغه هېواد لګېدلي محدوديتونه لېرې کړي.
د کړکیچ نړیوال ګروپ زیاته کړې، که افغانستان کې وضعيت همداسې روان وي، نو شونې ده هومره وګړي خپل ژوند وبايلي څومره چې په تیرې ۲۰ کلنې جګړې کې د بمونو او بمباریو له امله وژل شوي دي.
دغه ډله وايي، که له افغانستان سره مرسته و نه شي، ښايي تر یو میلیون پورې ماشومان له لوږې مړه شي.
دغه ډله پر امریکا، اروپا او نورو نړیوالو غږ کوي، چې په رسمیت د طالبانو له پېژندلو پرته له اړمنو افغانانو سره مرسته وکړي.
د دوی په یوه رپوټ کې د ملګرو ملتونو روغتیا برخې هغه رپوټ راخلي، چې خبرداری یې ورکړی، افغانستان به په ۲۰۲۲ کال کې له سخت مالي او اقتصادي حالت سره مخامخ شي.
ملګرو ملتونو ویلي و، دا به سمه نه وي، که دولتي مامورینو ته چې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې کار کوي، مرستې و نه رسېږي، چې ښوونکي، ډاکتران او د امنیتي برخې کارکوونکي په کې راځي.
خو د رپوټ په خبره امریکايي دیپلوماتان له دوی سره موافق نه دي، ځکه د دوی په خبره دا به له طالبانو سره مرسته وي، چې امریکا یې تر سره کول نه غواړي.
نور مرستندویان بیا د امریکا اشارې ته سترګې پر لار دي.
امریکا د افغانستان شاوخوا نهه نیم میلیارده ډالره شتمني کنګل کړې ده، چې دا د طالبانو لپاره یو لوی ګوزار بلل کېږي، ځکه مرکزي بانک او نور بانکونه یې لږ نغدې پیسې لري.
طالب چارواکي بیا وايي، اقتصادي حالت دومره هم ناوړه نه دی، چې خلک دې له لوږې مړه شي.
د طالبانو د ویاند مرستیال بلال کریمي وايي، ''افغانستان کې حالت دومره ویرونکی نه دی، لکه نړیوال مرکزونه یې چې په هکله رپوټونه خپروي. تاسو ته معلومه ده، هېواد له جګړې راوتلی، ستونزې شته، خو د خلکو امنیت خوندي دی، او د اقتصادي ستونزو د هواري لپاره هڅې روانې دي. بانکونه مدیریت شوي، او عواید په شفاف ډول راټولېږي. ''
طالبان وايي، د کنګل شویو شتمنیو خوشي کېدو لپاره یې له امریکا سره خبرې روانې دي.
بل لور امریکا د نړیوال کړکېچ ګروپ رپوټ ته په غبرګون کې ویلي، په داسې حال کې چې واشنګټن افغانستان ته نورې مرستې رسوي، خو له طالبانو سره د اقتصادي اړیکو ټینګولو ته هوډ نه لري.
د امریکا بهرنیو چارو وزارت ویاند نېډ پرایس خبریالانو ته وویل، که طالبان له نړیوالې ټولنې سره د اقتصادي اړیکو جوړول غواړي، دا د دوی په کړنو پورې اړه لري.
نوموړي زیاته کړه، طالبان دي بشري حقونو، د ښځو حقونو او د ټولګډونه حکومت جوړولو ته پام وکړي، خو د بشري مرستو لپاره دا شرایط اړین نه دي.
بل لور د نړېوال کړکېچ ډله له افغانستان سره پر ځینو اقتصادي ښکېلتیاوو ټینګار کوي، او د بېلګې په توګه چین، روسیه، پاکستان، هند او د منځنۍ اسیا پنځه هېوادونه یادوي چې د افغانستان لپاره یې څه موده مخکې د نړیوال مرستندوی کنفرانس د رابللو غوښتنه وکړه او زیاته یې کړه، د افغانستان د اقتصادي ویجاړۍ پړه د هغو هېوادونو پر غاړه ده، چې دغه هېواد ته یې پوځونه استولي وو.