ملګري ملتونه: طالبانو د بشري حقونو په اړه خپلې ژمنې نه دي پوره کړې

طالبان

د عکس سرچینه، Getty Images

افغانستان کې د ملګرو ملتونو استازولۍ 'یوناما ' د بشري حقونو نړیوالې ورځې په مناسبت پر طالبانو غږ کړی چې د هر افغان د حقونو لپاره خپل ملاتړ وښيي.

د یوناما په یوه اعلامیه کې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو عمومي منشي د ځانګړې استازې ډېبورا لاینز له قوله ویل شوي، د مساواتو او تبعیض نه کولو اصول د ټولو لپاره له بشري حقونو د برخمن کېدو اعلی معیار دی.

اغلې لاینز ویلي: "موږ له طالبانو غواړو چې همدا اصول په افغانستان کې په ورځني واقعیت بدل کړي".

د یوناما په اعلامیه کې ویل شوي، د طالبانو هغه ژمنه چې د ټولو افغانانو حقونه به خوندي کوي، تر اوسه نه ده پوره شوې او دې لړ کې د ښځو او نجونو د حقونو یادونه شوې ده، چې تر اوسه له زدکړو او کاره بې برخې ساتل شوې دي.

د یوناما په رپوټ کې دغه راز دا وروستیو میاشتو کې د مخکینیو افغان امنیتي ځواکونو اړوند کسانو د وژنو، جبري ‌لادرکه کولو او دغه راز د مدني فعالانو، لږکیو او رسینو کارکوونکو خلاف د زور زیاتي د رپوټونو یادونه شوې ده.

طالبان بیا وايي، دا رپوټ ردوي او په وینا یې ''پر حقایقو ولاړ نه دی. ''

د طالبانو د ویاند مرستیال بلال کریمي بي بي سي ته وویل، په افغانستان کې د طالبانو حکومت ''د هېواد ټولو اتباعو حقونو ته ژمن دی. ''

نوموړی زیاتوي، ''هڅه کېږي چې د خلکو ستونزې حل شي او که په ځینو مواردو کې خنډونه وي، رسېدګي ورته کېږي. ''

د عکس سرچینه، Getty Images

طالبانو مخکې ویلي و،‌ د نجونو لپاره به د منځنیو ښوونځیو دروازې هغه مهال پرانیستل شي چې نوې پالیسي چمتو شي او 'مناسب شرایط برابر شي'.

طالبانو هغه رپوټونه هم رد کړي چې ګواکې دوی د افغان امنیتي ځواکونو ځیني پخواني افسران په صحرایي محکمو کې وژلي او یا یې په جبري توګه لادرکه کړي دي.‌

خو ملګري ملتونه وایي چې دا ډول پېښې شوې دي او له طالبانو غواړي چې دې لړ کې پوښتنې، ګروېږنې وکړي او د پلټنو پایلې له ولس سره شریکې کړي.

بل لور ته د سیاسي او د سولې هلو ځلو چارو لپاره د ملګرو ملتونو عمومي منشي سکرترې روزمیري ديکارلو افغانستان ته له درې ورځني سفر وروسته د افغانانو لپاره د ملګرو ملتونو پر ملاتړ ټینګار کړی دی.

اغلې دیکارلو دغه راز په خپل درې ورځني سفر کې د طالبانو له ځینو مشرانو، افغان سیاستوالو، مدني فعالانو او دیپلوماتانو سره له لیدنې وروسته ویلي، په افغانستان کې د ښځو او نجونو د وضعیت په هکله ژورې اندېښنې شته.