اروپايي هېوادونه ۴۰ زره افغانانو ته د ويزې ورکولو پلان لري

اروپايي ټولنه

د عکس سرچینه، Getty Images

د اروپايي ټولنې د ۱۵ هېوادونو یوې ډلې هوکړه کړې، چې څلویښت زره افغان پناه غوښتونکي به ومني.

د فرانسې خبري اژانس له خوا د ترلاسه شوي سند له مخې جرمني به ۲۵۰۰۰، هالنډ ۳۱۵۹ تنه، اسپانيا او فرانسه به ۲۵۰۰ او نور هېوادونه به کم شمېر افغانان د پنا غوښتنونکو په توګه ومني.

د اروپايي ټولنې د کورنیو چارو کمېشنره ایلوا یوهانسون دا "د خواخوږی یو بېساری ګام بللی او وايي له قانوني لارو د افغانانو منل به په نامنظم ډول د کډوالو د راتګ مخنیوی وکړي".

په افغانستان کې د ولسمشر محمد اشرف غني د دولت له پرځېدو وروسته لسګونه زره افغانانو هېواد پراېښی دی.

امریکا د روان کال اګست مياشتې تر پایه د کابل له هوايي ډګر څخه ډېری خلک په ځانګړې توګه هغه کسان چې له دوی سره يې کار کړی وايستل.

بريتانيا، کاناډا او د اروپايي ټولنې نورو غړو هېوادونو هم زرګونه افغانان ايستلي دي.

خو اوس هم يو شمېر هغه کسان چې وايي ژوند يې له ګواښ سره مخ دی لا هم په افغانستان کې بند پاتې دي.

په عينې حال کې په زرګونو نور اروپا ته په ځانګړې توګه د ايران له لارې په قاچاقي ډول د وتلو هڅې کوي.

د عکس سرچینه، Getty Images

د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ (UNHCR) له دې وړاندې له اروپايي ټولنې غوښتي وو چې په پنځو کلونو کې ۴۲۵۰۰ افغان کډوال ومني خو د دې ټولنې ۲۷ غړو يې مخالفت کړی و.

د راپورونو له مخې همدا اوس شاوخوا ۶۰ زره افغانانو اروپايی هېوادونو پولو ته نژدې ځانونه رسولي او دغې ټولنې ته د ورتګ هڅه کوي. وېره ده چې سخته وچکالي به نور خلک له افغانستانه کډه کولو ته اړ کړي.

وروسته له هغه چې طالبانو د افغانستان واک ترلاسه کړ، اروپايي هېوادونو ۲۸ زره افغانان منلي دي. خو د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ مشر خبرداری ورکړی چې ۸۵ زره افغان کډوال چې له اروپايي ټولنې بهر په سختو شرايطو کې ژوند کوي او بيا مېشتېدو ته اړتيا لري. فیليپو ګرانډي غوښتنه وکړه چې اروپا د دغو کډوالو نيمايي ومني.