د کابل لوېدیځ کې چاودنې لږ تر لږه 'دوه کسان وژلي او پنځه نور ټپیان' کړي
د افغان پلازمېنې کابل په لوېديځ کې د جمعې ورځ په (۱۰ ډسمبر) په دو جلا چاودنو کې لږ ترلږه دوه کسان وژل شوي او څلور نور ټپیان شوي دي.
د طالبانو د کورنيو چارو وزارت وياند سعيد خوستي رسنيو ته ويلي، چې د کابل برچي سيمه کې د ماين په يوه چاودنه کې دوه ملکي وګړي وژل شوي او درې نور ټپيان دي.
نوموړي زياته کړې چې په همدې سيمه کې په يوه بله چاودنه کې يوه مېرمن ټپي شوې ده.
داعش ډلې د دغو بريدونو مسوليت منلی دی. د اعماق وېبپاڼه چې د اسلامي دولت نومې ډلې داعش خراسان څانګې سره تړاو لري ويلي چې د دې ډلې غړو "کابل کې د شيعه ګانو سیمه کې درې بریدونه کړي" دي.
د پژواک خبري اژانس په رپوټ کې ويل شوي، چې يوه چاودنه د موټرو په يوه تم ځای کې شوې او په بله چاودنه کې تونس ډوله موټر په نښه شوی دی.
عيني شاهدانو پر ټولنيزو رسنيو ليکلي چې ځايي وخت ماسپښین ۳:۳۰ بجې د کابل برچي سيمه کې يوه مسافر وړونکي موټر اور واخيست.
د برچي سيمې اوسېدونکي ډېری شيعه مذهب پيروان دي چې په وروستيو کې د داعش خراسان څانګې له خوا د تاوتريخوالي ښکار شوي دي.
د نومبر مياشت کې د برچي سيمه کې پر يوه موټر بمي بريد کې دوه تنه مړه شوي او پنځه نور ټپيان شوی وو چې مسوليت يې داعش ډلې پر غاړه اخيستی و.
داعش ډلې د اکتوبر پر ۱۵ په کندهار کې د شيعه ګانو پر يوه جومات د ځانمرګي مسوليت هم منلی و چې لږ ترلږه ۶۰ کسان په کې وژل شوي او ګڼ نور ټپيان شوي وو.
طالبانو ژمنه کړې ده چې د داعش ډلې پر وړاندې به عمليات کوي او ادعا يې کړې چې د افغانستان په بېلابېلو برخو کې يې د دوی ځينې مرکزونه له منځه وړي دي.