طالبان افغانستان کې د پوليسو نوی تشکيل جوړوي

پوليس

د عکس سرچینه، Getty Images

د طالبانو د حکومت چارواکي وايي چې د پولیسو لپاره نوی تشکیل جوړوي او د دې نوي تشکیل په اډانه کې به نوي کسان هم د پولیسو لیکو ته جذبوي.

د طالبانو مرستیال ویاند احمد الله وثیق بي بي سي ته وویل، چې د مخکني حکومت ژمن کسان به هم بېرته خپلو دندو ته راغوښتل کېږي.

د لندن کالج پوهنتون استاد انټونیو جیسټوزي بي بي سي ته په يوه لیکنه کې ویلي چې د طالبانو د حکومت د پولیسو لیکو بیا منظم کولو په موخه د لومړي ګام په توګه ۳۱۳ بدري قطعه رامنځته کړې چې د ده په وینا د حقاني شبکې تر ټولو غوره وسله وال په کې غړیتوب لري.

نوموړی وايي د دې قطعې اصلي دنده د طالبانو د مشرتابه او د مهمو بنسټونو د امنیت خوندي کول دي.

دی وايي د طالبانو د کورنیو چارو وزارت وسله وال په ښارونو کې په تېره کابل ښار کې تمرکز لري چېرته چې د ښاغلي جیسټوزي په وینا د عامه نظم ساتلو او د داعش ډلې پر ضد مبارزه کې بوخت دي.

خو له ښارونو د باندې د طالبانو کسان کم دي او ځینې امنیتي پوستې خالي دي. له دې خلا په ا ستفادي د سیمې ځینې کسان هلته ځای پر ځای شوي دي.

د عکس سرچینه، Getty Images

په تېرو شلو کلونو کې په افغانستان کې دننه او له افغانستانه بهر په نورو هېوادونو لوی شمېر پولیس افسران ورزول شول.

د طالبانو د حکومت له خوا د پولیسو ځواک د بیا راژوندي کولو په اړه د افغانستان د پولیسو اکاډمۍ مخکنی استاذ جنرال حی ګل سلیمانخېل وايي چې طالبانو ته په کار وو چې په پیل کې یې د پولیس پر تشکیل کار پیل کړی وای. دی ټینګار کوي چې طالب چارواکي باید لږ تر لږه هغو افسرانو ته چې تازه له اکاډمۍ فارغ شوي دندې ورکړي.

جنرال حی ګل سیلمانخیل وایي چې ټولنه کې د نظم او جرمونو مخنیوي لپاره مسلکي پولیس پولیسو ته اړتیا ده. خو نوموړی بې باورۍ ته د یوې لویې ستونزې په توګه اشاره کوي او زیاتوي د برخلیک نه معلومول یوه لوی تشه ده.

خو د طالبانو مرستیال ویاند احمدالله وثیق بي بي سي ته وویل چې له مخکنیو افسرانو سره چې اوس دندو ته بېرته ورګرځېدلي "ناسم چلن نه کېږي".

د عکس سرچینه، Getty Images

ښاغلي وثیق د پولیسو د تشکیل په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل چې د پولیسو لپاره نوی تشکیل جوړېږي او د دې تشکیل په بشپړېدو سره به نوي کسان د پولیسو لیکو ته جذبېږي او د مخکني حکومت ژمن کسان به هم خپلو دندو ته راغوښتل کېږي.

نوموړی زياتوي، "هغه مسلکي پوليس چې پخوا يې د کورنيو چارو وزارت کې دنده لرله هغوی خپلو دندو ته بېرته راګرځېدلي دي. د ترافيکو ټول کارکوونکي بېرته دندو ته ستانه شوي، په هوايي ډګر کې په امنيتي برخه کې پوليس او امنيتي کسان خپلو دندو ته ستانه شوي دي".

پر کابل د طالبانو له ولکې وروسته د دې ډلې یو شمېر وسله وال منظم کړل شوي او په د مخکني حکومت د سرتېرو یونیفورم په یو څه توپير سره کاروي. خو د افغانستان په ډېرو سیمو کې د دوی وسله وال چې د امنیت چارې پرمخ وړي نامنظم فعالیت لري.