د بي بي سي د سلو ښځو لړۍ: له هېواده وتلې افغان سياستوالې

د بي بي سي د سلو ښځو لړۍ: له هېواده وتلې افغان سياستوالې

د بي بي سي یوې پلټنې موندلې ده چې د افغانستان د پارلماني وکیلانو ۹۰ فیصدو یې هېواد پرې ایښی دی. د ۶۹ وکیلانو له ډلې یوازې څو یې لا هم په وطن کې پاتې دي.

په اروپا، شمالي امریکا او منځني ختیځ کې مېشتې ځینې دغه وکیلانې وايي غواړي په جلا وطنۍ کې خپل کار ته دوام ورکړي. نورې یې بیا له ناڅرګند برخلیک سره مخامخ دي.