د کابل ډرون برید په تړاو هیڅ یوه امریکايي پوځي ته سزا نه ورکول کېږي

احمدي کورنۍ

د عکس سرچینه، NewYork Times

د امریکايي رسنیو رپوټونو کې د دغه هېواد دفاع وزارت چارواکو له قوله ویل شوي، د هغه ډرون برید په تړاو به هېڅ امریکايي پوځي یا چارواکي ته سزا ورنه کړل شي، چې په تېره اګست میاشت کې پکې په کابل کې د اوو ماشومانو په ګډون لس ولسي کسان وژل شوي وو.

رپوټونو کې د امریکا دفاع وزارت لوړپوړو چارواکو له قوله ویل شوي، دفاع وزیر لوید استن دې قضیه کې مسوولو کسانو ته د سزا نه ورکولو په تړاو د امریکايي پوځ دوو لوړپوړو قومندانانو سپارښتنې منلې دي.

په دې هکله نیویارک ټایمز ورځپاڼې د دوشنبې پر ورځ رپوټ خپور کړی دی.

د نیویارک ټایمز رپوټ کې ویل شوي، د امریکا مرکزي قومندانۍ مشر جنرال کینټ مکنزي او د امریکايي پوځ ځانګړو عملیاتو قوماندې مشر جنرال ریچارډ ډي کلارک ته دنده سپارلې وه چې د دې پېښې په هکله د مسوولو کسانو احتمالي بې ګناهي، سزا ورکولو یا رتبې ټیټولو په هکله پرېکړه وکړي، چې د رپوټ په ټکو دوی د هیڅ یوه پوځي لپاره د سزا ورکولو دلیل نه دی موندلی.

دا برید له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د وتلو په وروستیو ورځو کې شوی و، چې د امریکايي چارواکو په وینا، هدف یې د اسلامي دولت په نامه ډلې وسله وال وو.

خو د لومړنۍ پلټنې په پایله کې دا برید یوهَ تېروتنه بلل شوې وه.

له هغه وروسته د امریکايي پوځ مرکزي قومندانۍ جنرال کینیټ مکینزي د اګست ۲۹ دا پېښه ی ''وه ستراتيژیکه تېروتنه '' وبلله.

تېره نومبر میاشت د دې پېښې په هکله د یوې بیا کتنې پایله کې وویل شول، چې هیچا له ډسپلین سرغړونه نه ده کړې، ځکه باید هیچا انضباتي سزا ورنه کړل شي.

د عکس سرچینه، New York Times

د عکس تشریح،

د خیریه ادارې کارکوونکی زمری احمدي له کورنۍ سره په هغه برید کې وژل شوی و

د بیا کتنې پایله کې ویل شوي، له هېڅ قانونه سرغړوونه نه ده شوې، او د بې پروایۍ په تړاو هېڅ ثبوت نه دی موندل شوی.

ګڼ شمېر رپوټونو کې ویل شوي، د امریکا دفاع وزیر لوید اسټن د دوشنبې پر ورځ دغه بیا کتنه تایید کړه.

دغه برید په کابل هوايي ډګر کې له هغه ځانمرګي برید لس ورځې وروسته شوی و، چې پایله کې یې ۱۷۰ ملکي او ۱۳ امریکايي پوځیان ووژل شول.

هغه مهال داسې حالت کې چې له کابل هوايي ډګره د خلکو ایستلو عملیات روان وو، امریکايي ځواکونه له هغه وروسته د تیارسئ په حالت کې وو.

طالبانو په کابل کې د امریکا له خوا شوی بريد غندلی و او ويلي یې وو چې د دې پر ځای باید امریکایانو دوی ته د احتمالي ګواښ په هکله رپوټ ورکړی وای.