د افغانستان موسیقۍ ملي اکاډیمۍ غړي پورتګال ته کډوال شول
د افغانستان موسیقۍ ملي اکاډیمۍ روزونکي او زدکوونکي پرتګال ته رسېدلي. پر کابل د طالبانو له واکمنېدو وروسته د دې اکاډیمۍ مشر او غړو وویل، طالبانو یې پر فعالیت بندیز لګولی دی.
له هغه وروسته چې کابل کې کنټرول طالبانو تر لاسه کړ، د یادې اکاډیمۍ نژدې ۲۷۰ تنه استادان او زدکوونکي د اکتوبر له دویمې تر ۱۶ نېټې پورې په پنځو الوتنو کې قطر ته تللي وو او له هغه ځایه یې د پرتګال کې د پناه غوښتنې لپاره غوښتنلیکونه وړاندې کړي وو.
تازه، د پرتګال حکومت له لوري د افغانستان موسیقي ملي اکاډیمۍ ښوونکو او زدکوونکو ته د پناه ورکولو له پرېکړې وروسته دې د موسیقارو دا ډله پرتګال ته رسېدلې دي.
پر کابل د طالبانو له واکمنېدو وروسته د یادې اکاډیمۍ غړو وویل، طالبانو یې پر فعالیت بندیز لګولی دی.
د اکاډیمۍ مسوولین وايي، هیله من دي چې دا اداره په راتلونکي کې په پراخه کچه د افغانستان کلتوري استازولي وکړي.
د افغان موسیقارو دا ډله د دسمبر پر ۱۳ مه د پرتګال لیسبون کې فیګو مدورو هوايي ډګر ته ورسېده.
د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد اکتوبر میاشت کې نیویارک ټایمز ورځپاڼې سره په دې هکله خبرو کې وویل:
''اسلام کې موسیقي ممنوع ده... خو زموږ هیله دا ده چې موږ به پر خلکو د فشار پر ځای وکولای شو دوی دې ته وهڅوو چې داسې و نه کړي. ''
۱۹۹۰ کلونو کې د طالبانو په واکمنۍ کې پر موسیقۍ، ټلویزیون، او سینما سخت بندیزونه لګېدلي وو او هغه څوک له جدي ستونزو سره مخامخېدل چې له دې بندیزونو یې سر غړوونه کوله.
د طالبانو واکمني له ړنګېدو وروسته افغانستان کې موسیقي صنعت وده وکړه او د افغانستان موسیقي ملي انسټیټیوټ رامنځته شو.
د همدې انسټیټیوټ له لارې د افغانستان ښځینه ارکسټرا ډله رامنځته شوه، چې په ملي او نړیواله کچه یې کنسرتونه درلودل.