ملا برادر: د افغانستان شتمني د ملت پیسې دي؛ باید خوشې شي

ملا برادر

د عکس سرچینه، AFP

د طالبانو د رئیس الوزرا مرستیال ملا عبدالغني بردار وايي د امریکا لخوا د افغانستان کنګل شوې شتمني د پخواني ولسمشر اشرف غني شخصي شتمني نه وه بلکې د افغانانو وه.

نوموړي په یوه وینا کې چې ویډیو یې پر تولنیزو رسنیو خپره شوې ویلي ''هغه څه ته چې امریکا کړي، ولې نړیواله ټولنه نه ګوري؟ ولې نړیوال امریکا ته نه وايي چې کنګل شوې شتمني د اشرف غني نه بلکې د افغانان ده؟ ''

ښاغلي بردار زیاته کړه چې د افغان ولس کنګل شوې شتمني باید بېرته ازاده او ورکړل شي.

خو د سپینې ماڼۍ ویاندې جن ساکي ویلي طالبانو ته به د افغانستان کنګل کړو شتمنیو ته لاسرسی ورنکړل شي.

نوموړې چې په یوې خبرې غونډې کې یې څرګندونې کولې وویل امریکا د بېلا بېلو لاملونو له امله دغه کنګل کړې پیسې نه ازادوي او په وینا یې یو له دې لاملونو نه د ملګرو ملتونو او امریکا د بندیزونو په لست کې د مهمو طالبانو د نومونو شتون دی.

د سپینې ماڼۍ ویاندې زیاته کړه چې ''د دې شتمنۍ د نه ازادولو یو لامل یوه روانه دعوه هم ده چې د سپتمبر ۱۱ نیټې د بریدونو د قربانیانو د کورنیو لخوا ثبت شوې ده. ''

شل کاله وړاندې پر امریکا د سپتمبر پر ۱۱ نېټه د بریدونو د قربانیانو د کورنیو ۱۵۰ غړو له القاعده او طالبانو له شکایت سره د خپل زیان لپاره د عدالت او غرامت غوښتنه وکړه.

له بله پلوه د نیویارک ټایمز ورځپاڼې د رپوټ له مخې یوه لسیزه وروسته طالبان او القاعده مسوول وبلل او هغوی یې د شاخوا ۷ ملیارده ډالرو غرامت پر ورکړې محکوم کړل.

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح،

د سپینې ماڼې ویانده جن ساکي وايي یو لامل چې د افغانستان کنګل شوې ستمني طالبانو ته نه ورکول کېږي دا دی چې د ځینو طالب مشرانو نومونه د ملګرو ملتونو او امریکا د بندیزونو په لست کې دي.

د دې ورځپاڼې د لیکنې له مخې اوس چې طالبانو یو ځل بیا د افغانستان کنترول خپل کړی، د طالبانو مشران وايي چې د افغانستان کنګل شوې شتمني د هغوی ده چې دا په خپله پوښتنه رامنځ ته کوي چې که دا شتمني د طالبانو ده نو آیا د سپتمبر د ۱۱مې د بریدونو د قربانیانو د کورنۍ غړي د دې شتمنې د کنګل کولو حق نلري؟

دا ورځپاڼه لیکي اوس مهال د ولسمشر جوبایډن د ادارې لوړ پوړي چارواکي د دې پوښتنې د ځواب لپاره د بحث په حال کې دي چې یو لړ پیچلتیاوې یې رامنځ ته کړې دي.

دوو میرمنو چې میړونه یې د سپتمبر د ۱۱ نېټې په بریدونو کې وژل شوي ویلي ''د ۲۰۰۱ کال د سپتمبر پر یولسمه نېټه په ترهګرو بریدونو کې زموږ د میړونو له وژل کېدو وروسته موږ کلونه د عدالت غوښتنې لپاره مبارزه وکړه، محکمې موږ ته د طالبانو لخوا د غرامت راکولو حکم وکړ اوس موږ له ولسمشر جوبایډن نه غواړو چې باوري کړي چې موږ ته خپل حق راکړل شي، نه هغو ترهګرو ته چې زموږ د عزیزانو په وژلو کې یې رول درلود. ''

له دې سره همهاله د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي له اسوشېټډ پریس اژانس سره په مرکه کې له امریکا نه غوښتنه کړې چې د طالبانو پر حکومت لګول شوي بندیزونه لري کړي.

ښاغلي متقي امریکا ته ویلي ''تاسو یو لوی او عالي ټولنه یاست باید کافي صبر او لوی زړه ولرئ '' څو د نړیوالو قوانینو له مخې د افغانستان پر وړاندې سیاست وکړئ او ''اخلافاتو ته د پای ټکی کېښودل شي. ''

د طالب مشرانو نومونه په دې دلیل چې اسامه بن لادن یې امریکا ته ونه سپاره په ۱۹۹۹ کال کې د ملګرو ملتونو د بندیزونو په لست کې راغلل.

دغه راز د طالبانو د کابیني ځیني غړي د امریکا د فدرالي ادارې ایف بي ای لخوا تر څار لاندې دي، له دې ډلې د سراج الدین حقاني په اړه د خبر ورکولو په بدل کې چې د هغه د نیولو لامل شي جایزه د ایف بي ای په ویپ سایټ کې له ۵ نه ۱۰ میلیونو ته لوړه کړای شوې ده.

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح،

د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي له اسوشېټډ پریس اژانس سره په مرکه کې له امریکا نه غوښتنه کړې چې د طالبانو پر حکومت لګول شوي بندیزونه لري کړي.

د طالبانو رئیس الوزرا محمد حسن اخوند هم د ملګرو ملتونو د بندیزونو په تور لست کې شامل دی.

یو شمېر نور طالب مشران چې په دې لست کې شامل و د سولې خبرو ته د طالبانو د هڅونې په موخه د پخوانیو افغان حکومتونو د مشرانو په غوښتنه له دې لست نه وایستل شول.

د سپینې ماڼۍ ویاندې جن ساکي په خبري غونډه کې زیاته کړه چې ''امریکا له پیچلو او بنسټیزو پوښتنو مخامخه ده چې څه ډول کولای شي چې مالي مرستې مخامخ د افغانستان خلکو ته ورسوي، هغې وویل د ستر مالي مرسته کوونکې په توګه زموږ موخه د افغانستان له خلکو سره مرسته ده، خو ستونزمنه ده باوري شو چې دغه پیسي د طالبانو لاس ته نه ورځي. ''