کرزی: طالبان په زور کابل ته نه دي راغلي، ما بلنه ورکړې وه
حامد کرزي دا څرګندونې اسوشیټډ پرېس سره ځانګړې مرکه کې کړې دي
د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي ویلي، ده طالبانو ته بلنه ورکړه چې په تېره اګست میاشت کې افغان پلازمېنې کابل ته ننوځي او هلته د تاوتریخوالي او چور تالان مخنیوی وکړي او د خلکو امنیت وساتي.
ښاغلي کرزي له اسوشیټډ پرېس سره په یوه ځانګړې مرکه کې ویلي، طالب مشرانو ډاډ ورکړی و چې وسلوال به یې افغان پلازمېنې ته نه داخلېږي.
خو نوموړی وایي، پرځول شوی ولسمشر محمد اشرف غني ناڅاپه او د اټکل خلاف له کابله ووت او ورسره یې ټول جګپوړي چاراواکي هم لاړل.
حامد کرزی وایي، همدا لامل شو چې په افغان پلازمېنه کې د حکومت اډانه او امنیتي ادارې فلج شوې او ده پخپله طالبانو ته بلنه ورکړه چې کابل ته ننوځي.
یاده دې وي چې طالبانو د تېرې اګست میاشتې پر پنخلسمه نېټه بر کابل ولکه وکړه او دا مهال یې خپل حکومت او سرپرسته کابینه اعلان کړې.
طالبانو هغه مهال پخپله هم ویلي وو چې پلازمېنې ته د ننوتلو نیت یې نه درلود، خو ښار کې د ګډوډۍ او چور تالان مخنیوي لپاره یې دا ګام واخیست.
"اصل پلان دا و چې سیاسي جوړجاړی وشي"
حامد کرزی وایي، دوحه کې طالب مشرانو سره پر سیاسي جوړجاړي غږېدلو
حامد کرزي خپله دې ځانګړې مرکه کې ویلي، نوموړی او عبدالله عبدالله دوحه کې د طالبانو د طالبانو له مشرانو سره اړیکه کې وو او پلان دا و چې طالبان له حکومت سره د یو سیاسي جوړجاړي پر بنسټ کابل ته راشي.
نوموړی وایي، پلان دا و چې دی او عبدالله عبدالله د اګست پر پنځلسمه نېټه دوحې ته لاړ شي او طالب مشرانو سره د سیاسي جوړجاړي په اړه وروستۍ پرېکړه وکړي.
خو د ښاغلي کرزي په وینا، پر هماغه ورځ ماسپښین مهال ګنګوسې خورې شوې چې ولسمشر غني له هېواده وتلی دی.
حامد کرزی وایي، ده د کورنیو چارو وزیر سره خبرې وکړې او وروسته پوه شو چې د کابل د پولیسو د مشر په ګډون ټول چارواکي له پلازمېنې وتلي او د واک تشه رامنځته شوې.
دی وایي، که ولسمشر غني هېواد کې پاتې شوی وای نو ډېر احتمال و چې له طالبانو سره جوړجاړی وشي او نظام پر ځای پاتې شي، ځکه د ده په وینا دوحه کې د طالبانو مشران هم همدې ته په تمه وو.
د ظاهر شاه د وخت اساسي قانون او لویه جرګه
حامد کرزي وایي، د پخواني واکمن ظاهر شاه د زمانې اساسي قانون په موقت ډل پلی کېدلای شي
حامد کرزي اسوشیټډ پرېس ته ویلي، اوس چې طالبان پر افغانستان واکمن دي نو نړیوالې ټولنې ته پکار ده چې له دې ډلې سره تعامل وکړي او د بشري ناورین مخه ونیسي.
نوموړی وایي، ځینې وخت د طالبانو په اړه ناسم انځور ورکول کېږي، د بېلګې په توګه دا خبره سمه نه ده چې افغانستان کې مېرمنې له کورونو نشي وتلی.
پخوانی افغان ولسمشر وایي، طالبانو ته دیې له اوسني بحران د راوتلو لپاره یو پلان هم وړاندې کړی.
په دې پلان کې د لویې جرګې رابلل او په موقتيډول د پخواني واکمن محمد ظاهر شاه د زمانې د اساسي قانون پلې کول شامل دي.
حامد کرزی وایي، په لویه جرګه کې د راتلونکي حکومت، اساسي قانون او د ملي بیرغ په اړه پرېکړه کېدلای شي.
خو نوموړي ټینګار کړی چې د ښځو د کار کولو حق، د نجونو او هلکانو د زدکړو حق او د ژوند ټولو برخو کې د ښځو ګډون هغه څه دي چې پرې معامله نشي کېدلی او باید دا حقونه خوندي شي.
د غني او طالبانو دریځ څه دی؟
پرځول شوی ولسمشر محمد اشرف غني وایي، د جګړې مخنیوي لپاره یې کابل پرېښود
پرځول شوي افغان ولسمشر محمد اشرف غني له کابله تر وتلو وروسته ویلي وو، په هېواد کې یې د جګړې او وینې تویېدنې مخنیوي لپاره پرېکړه وکړه چې پلازمېنه پرېږدي.
ښاغلي غني ویلي، کره استخباراتي مالومات یې درلودل چې طالبانو غوښتل دی ووژني. نوموړي ویلي، دا ورته هېڅ کله د منلو نه وه چې د افغانستان یو بل زعیم دې هم پلازمېنه کې د یوې ډلې لخوا ووژل شي.
بل لور ته طالبانو د اګست پر پنځلسمه پلازمېنې ته له ننوتلو ساعتونه وړاندې اعلان کړی و چې وسلوال به یې د ښار په څنډو کې پاتې کېږي او د واک لېږد لپاره به خبرې کېږي.
خو له هغې لومړۍ اعلامیې څو ساعته وروسته طالبانو په یوه بله اعلامیه کې اعلان وکړ چې خپلو وسلوالو ته یې کابل ته د ننوتلو امر کړی دی.
طالبانو هغه مهال ویلي وو، ښار کې د ګډوډۍ او چور تالان د مخنیوي لپاره مجبور شول چې پلازمېنې ته ننوځي.
پر ټول هېواد له واکمنېدو وروسته طالبانو اوسمهال خپل حکومت او سرپرسته کابینه هم اعلان کړې، او د افغانستان د ملي بیرغ پر ځای خپل سپین بیرغ کاروي.
دې ډلې تر اوسه د لویې جرګې رابللو ته هم کومه لېوالتیا نه ده ښودلې او تینګار کوي چې اوسنی حکومت یې ټولګډونی دی.
خو په افغانستان کې دننه شنونکي او سیاستوال او همدا راز نړیواله ټولنه وایي، د طالبانو اعلان شوی حکومت ټولګډونی نه دی، ښځې پکې نشته او تر ډېره د دې ډلې مشران پکې ځای شوي دي.
یاده دې وي چې تر دې دمه د نړۍ هېڅ کوم هېواد د طالبانو حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی.