نوې څېړنه؛ د طالبانو لخوا د نړیوالو رسنیو خپرونو مخنیوي معلوماتو ته لاسرسی محدود کړی
- عبیدالله حسام
- بي بي سي
د خبریالانو د ملاتړ یوه نړیوال بنسټ د یوه افغان سیمه ییز بنسټ سره د ګډې څېړنې په پایله کې ویلي، د طالبانو لخوا د بین المللي رسنیو د خپرونو مخنیوی خپلواکو معلوماتو ته د افغانانو د لاسرسي په برخه کې لویه ضربه ده.
د خبریالانو نړیوال فدراسیون د افغانستان د خبریالنو له ملي ټولنې سره په همغږۍ دغه سروې ترسره کړې ده چې په پایله کې یې ۵۲ سلنه ګډونوالو ویلي، دوی غوره ګڼله چې د پخواني حکومت له سقوط وروسته تر ډېره نړیوالې رسنۍ تعقیب کړي.
دې بنسټونو د نړیوالو رسنیو د خپرونو د بیا فعالېدو غوښتنه کړې ده.
د روان لمریز کال په پیل کې طالبانو د ځینو نړیوالو رسنیو پر خبري خپرونو بندیزونه ولګول چې پکې په پښتو، فارسي، ازبکي ژبو یې د بي بي سي، د امریکا غږ او د المان غږ یا ډویچویله ټلویزیونونو خبري خپرونې شاملې وې چې د سیمه ییزو ټلویزیونونو له لارې خپرېدې او د طالبانو په امر ناڅاپي بندې شوې.
د خبریالانو نړیوال فدراسیون په دې برخه کې یوه سروې کړې او وايي، د طالبانو دا پریکړه د مطبوعاتو پر ازادۍ او په افغانستان کې معلوماتو ته پر لاسرسي لوی ګوزار دی. دا څېړنه د افغانستان د خبریالانو د ملي ټولنې په همکارۍ ترسره شوې ده.
د خبریالانو نړیوال فدراسیون په افغانستان کې د نړیوالو رسنیو د خپرونو د بیا پیلېدو جدي غوښتنه کړې ده، او دا یې خپلواکو معلوماتو ته د لاسرسي لپاره د افغانانو کړکۍ بللې ده.
دې ټولنې پر خپله رسمي فیسبوک پانه لیکلي، دا کار تر هغې وروسته شوی چې طالبانو په افغانستان کې پر ملي او سیمه ییزو رسنیو محدودیتونه لګولي دي.
دې بنسټ پر طالبانو تور پورې کړی چې په افغانستان کې د خلکو د مدني ازادیو د کمزوري کولو هڅې کوي.
یاده ټولنه زیاتوي چې اطلاعاتو ته نه لاسرسی، سانسور، د غچ اخیستو ویرې او اقتصادي کړکېچ لامل شوی چې د ملي او سیمه ییزو رسنیو د خپروانو دوام لکه پخوا لاپسې کمزوری شي او دې مسئلې لار هواره کړې چې نړیوالې رسنۍ افغانانو ته د معلوماتو رسولو یوازینۍ سرچینې وي.
طالبانو ښځینه خبریالانو ته امر کړی چې باید خپرونو کې حجاب مراعت کړي
دې سروې ښودلې چې ۵۲ سلنه ګډونوالو ویلي، د پخواني حکومت له سقوط راهیسې د ملي او سیمه ییزو رسنیو پرځای نړیوالې رسنۍ څاري.
دې څېړنې دا هم موندلې چې ۸۹ سلنه ګډونوال پر هغو نړیوالو رسنیو باور لري چې په افغانستان کې فعالیت کوي.
ترڅنګ یې په سیمه ییزو او ملي رسنیو هم د باور کچه لوړه ده. ۶۷ سلنه خلکو ویلي چې پر دغو رسنیو له بندیزونو سره سره لا هم پر سیمه ییزو رسنیو باور کوي.
خبریالانو او د مدي ټولنو مشرانو چې په دې سروې کې ګډون کړی ویلي، له ویرې او ترهې ډک چاپېریال د خبریالانو لویه اندېښنه ده، حال دا چې حاکم چارواکي ځینې رسنۍ تړي او خبریالانو د دوی د کار له امله زنداني کوي.
د خبریالانو د نړیوال فدراسیون او د افغانستان د خبریالانو ملي ټولنې د یوې پخوانۍ څېړنې له مخې، د طالبانو له واکمنېدو وروسته په دغه هېواد کې د رسنیو شمېر څه باندې نیمايي یا له ۶۲۳ څخه ۳۰۵ ته ښکته شوی.
د رسنیو تړل کېدل او د خبریالانو پروړاندې ګواښونه ددې لامل شوي چې څه باندې درې زره خبریالان خپلې دندې پریږدي چې په دوی کې ډېرې ښځې شاملې دي.
د دې فدراسیون مشر انتوني بلېنکن ویلي، افغانان خپلواکو خبرونو ته د لاسرسي په برخه کې په منظم دول له خپل دغه حقه محرومېږي، په داسې حال کې چې نړیواله ټولنه د ننداره چي په توګه تماشه کوي او نه شي کولای پر طالبانو فشار راولي چې د خلکو اساسي حقونو ته درناوی وکړي.
خو د طالبانو ځینو چارواکو وړاندې ویلي چې د نړیوالو رسنیو له محتوا سره ستونزه نه لري، خو دغه رسنۍ باید د دوی مهمو ارزښتونو ته پام وکړي.