ګوتیرش: د نغدو پیسو نشتوالی افغان اقتصاد ته ناوړه پایلې درلودلای شي

د عکس سرچینه، AFP
د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوتېرش یو ځل بیا اندېښنه څرګنده کړې، چې افغانستان کې د نغدو پیسو نشتوالي ستونزې له کبله افغان اقتصاد له ستونزو سره مخامخېدای شي، چې د نوموړي په وینا د افغانانو لپاره به ناوړه پایلې ولري.
ښاغلي ګوتېرش پر سې شنبه روسیې ته د خپل سفیر په ترڅ کې یوې خبري غونډې ته وویل، له افغانستانه د نغدو پیسو وتل او هلته یې کموالي د دې هېواد اقتصاد لپاره ناوړه پایلې درلودلای شي.
نوموړي د روسیې له بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف سره یوې ګډې خبري غونډې ته وینا کې وویل:
''موږ له لومړي سره پرېکړه کړې وه، چې له طالبانو سره تعامل کې فعال واوسو، موږ په افغانستان کې پراخ بشري فعالیت لرو، خو موږ ته معلومه شوه، چې یوازې بشري مرستې کفایت نه کوي. ''
نوموړي په داسې حال کې چې په وینا یې له افغانستان بانک او امریکا خزانې یا مالیې وزارت سره د افغانستان کنګل شویو شتمنیو خلاصون لپاره په شریکه کار کوي وویل، له نړیوال بانکه غواړي چې د افغانستان لپاره په پام کې نیول شوې پېسې ورکړي.
د یادونې ده چې نړیوال بانک په دا وروستیو کې له افغانستان سره د بشري مرستو برخه کې د افغانستان له یوه کنګل شوي حسابه دې هېواد ته د میلیونونو ډالرو ورکولو پرېکړه وکړه.
د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونيو ګوتیریش له دې مخکې تېره فبرورۍ کې د افغانستان په اړه د امنیت شورا غونډې ته ویلي و، هغو ټولو قوانینو او محدودیتونو ته باید له سره کتنه وشي چې افغانستان ته د بشري مرستو رسولو کې خنډ جوړوي.

د عکس سرچینه، Getty Images
ارشیف تصویر
د یادونې امریکا خزانې وزارت بیا په تېر نومبر او دسمبر میاشتو کې افغانستان ته د بشري مرستو لپاره د نغدو پېسو بندیزونو له نرمښت وروسته یو شمېر پاتې پېچلتیاوو ته پام سره نوي تګلاره اعلان کړه او د افغانستان دولتي او خصوصي بانکونو ته یې د نغدو پیسو لېږد اجازه ورکړه.
په دې تګلاره کې ویل شوي که د بېلګې په توګه که کومه غیر دولتي موسسه د افغانستان روغتونونو او یا روغتیاپالانو سره د ملاتړ لپاره له طالبانو چارواکو سره د هوکړه لیک اړتیا وینی، د مخکنیو اعلان شویو چوکاټونو له مخې یې لاسلیکولای شي.
له دې مخکې تېر دسمبر کې په افغانستان کې د نغدو ډالرو له کمېدو وروسته د ډالر مقابل کې د افغانۍ ارزښت خورا ډېر ولوېد او د یوه ډالر بدل کې ۱۳۰ افغانۍ تبادله کېدې، چې د افغانستان بازارونو کې د بیو لوړېدو لامل شوې.
په تېره فبرورۍ کې بیا افغانستان ته د بشري مرستو لړ کې د رسېدلو نغدو ډالرو کارولو پر سر هم ناندرۍ راپورته شوې.
د ملګرو ملتونو پرمختیايي ادارې (یو این ډي پي) مشر عبدالله الدرداري تور پورې کړ، چې د افغانستان بانک چارواکي نه دي توانېدلي د مرستو یو مقدار پیسې په افغانیو بدلې کړي او ګټه یې نه ده ترې اخیستې.
خو د افغانستان بانک چارواکو بیا هغه مهال ویلي و، چې دوی ته د ملګرو ملتونو پرمختیايي ادارې 'یو این ډي پي' مشر لخوا یاد شوي میلیونونه ډالر دوی ته نه دي رسېدلي.