جګړه ځپلو سيمو کې د ښوونځيو پرانيستو هڅې

جګړه ځپلو سيمو کې د ښوونځيو پرانيستو هڅې

تېرو دوو لسيزو کې يوه تر ټولو لويو لاسته راوړنو پوهنې ته لاسرسی او دا وقعيت و، چې مليونونه افغان هلکان په تېره بيا نجونې ښوونځيو ته تلی شوی. خو ډېرو هغو سيمو کې چې جګړه وه، ماشومان او ځوانان یې له ښوونځيو او پوهنې محروم وو.

اوس داسې هڅې کېږي چې دغو جګړې ځپلو سيمو کې ښوونځي پرانیستل شي. خو د هلمند سنګین غوندې سیمې چې اوس په کې نوي ښوونځي پرانیستل شوي، ښوونکي نه لري او د ټولګیو ودانۍ یې هم نشته.

د افغانستان لروبر بيا د طالب واکمنو تګلارې له امله غټانې نجونې لا هم ښوونځيو ته نه شي تلی. سید عبدالله نظامي اوس ارامو شوو سیمو کې د تعلیم او پوهنې پر وړاندې خنډونو ته خپل راپور کې کتنه کړې ده.