افغان حکومت د سولې جرګه جوړوي

جرگه
Image caption ويل کيږي چې د سولې په دغې جرگې کې به په سلگونو کسان برخه اخلي

افغان حکومت وايي چې د سولې جرګه به د راتلونکې اپرېل مياشتې پر 29 مه نېټه جوړه کړي .

په دغه جرګه کې به شاوخوا 1200 قومي مشران، مخور ټولنيز ، علمي شخصيتونه د ملي شوری او ولايتي شوراګانو غړي ګډون ولري .

د جرګې موخه له مخالفانو سره د روغې جوړې رامنځ ته کول دي، چې د يوه واحد تګلوري په اړه پکې سلامشورې وشي .

خو دا چې دا جرګه به څومره عملي بڼه ولري او ايا جګړې ته به د پای ټکی کېښودلی شي، ځينې کسان ورته د شک او نور بيا ترې مثبتې تمې لري .

د طالبانو د تحريک د واکمنۍ پرمهال پاکستان کې د طالبانو د تحريک سفير ملا عبدالسلام ضعيف بي بي سي ته وويل :

((اصلآ جرګه د افغانستان په عنعناتو کې ډېر مهم رول لري، خو دلته بايد جرګه د دواړو غاړو له خوا وشي، خو زما په اند دا يوه اړخيزه جرګه ده، او تقريبآ پرېکړه به هم يوطرفه کوي، او فکر کوم چې د افغانستان روانه کړکېچنه مساله به اواره نه شي کړی .))

ښاغلی ضعيف وايي که چېرې د دولت مخالفانو ته په جرګه کې د ګډون بلنه ورکړل شي او هغوی يې ومني او جرګه په افغاني دود سره ترسره شي، ښايي پايلې يې مثبتې راوخېژي .

خو افغان دولت وړاندې ويلي وو هغه مخالفين چې سوله غواړي، موږ خبرو ته ورسره چمتو يو .