پکتيا کې طالبانو درې پوليس ووژل

افغان پوليس
Image caption تېره شپه طالبانو د پوليسو پر يوې امنيتي پوستې بريد کړی .

د چارواکو په وينا بريد تېره شپه د گردېز زرمت پرلار د ابراهيم خيلو سيمه کې يوې پوستې باندې شوى چې په پايله کې يې د پوستې يو سرتېرى او د دغه ولايت د منتظره قطعې قوماندان او يو افسر وژل شوي او څو نور ټپيان شوي دي .

دغه پوسته د ګردېز له ښاره لوېديز لوري ته په پنځه کيلومترۍ کې پرته ده .

د پکتيا امنيه قوماندان جنرال عزيزاحمد وردګ پېښه منلې او ويلي دي چې د شپې پر نهو بجو يونيم ساعت نښته شوې .

په بريد کې درې پوليس ټپيان شوي هم دي .

د ګردېز امنيتي چارواکي وايي د ګردېز د منتظرې قطعې قوماندان دوست محمد د پېښې ځای ته پر لاره و، چې پر رنجر موټر د سړک غاړې ماين وچاودېد، نوموړی او د هغه يو ساتونکی پکې ووژل شول .

د بريد پړه وسله والو طالبانو پرغاړه اخيستې ده .

د دغې ډلې يوه تن وياند ذبيح الله مجاهد بي بي سي ته وويل جنګياليو يې تېره شپه نهه بجې د ابراهيم خېلو پر پوستې بريد کړی، چې په وينا يې په بريد او چاودنه کې اته پوليس وژل شوي، خو امنيتي چارواکي د اتو پوليسو د وژل کېدو خبره نه تاييد کړې .

په نښته او چاودنه کې ټپيان لومړی د ګردېز د قل اردو پوځي روغتون او بيا کابل ته لېږدول شوي .

طالبانو پر امنيتي پوستې داسې مهال بريد کړی، چې افغان ولسمشر حامد کرزي په خپله پنځلس ورځني راديويي وينا کې له طالبانو د ښوونځيو د نه تړلو غوښتنه کړې ده .