کابل: د کانکور ازموينه نن پای ته ورسېده

محصلين
Image caption د لوړو زده کړو وزارت هيله من دى چې د نوي کال تر رارسيدو پورې به د سږني کانکور پايلې هم جوتې شي په تيرو کلونو کې داسې ويل کېدل چې گواکې د کانکور په پايلو کې درغلي شوې ده .

د لوړو او نيمه لوړو زده کړو د نوي کال لپاره د کانکور ازموينو لړۍ نن پاى ته رسېدونکې دي، چې په دغه وروستي پړاو کې له ١٢ ولايتونو څخه ٧٠٠٠ کسان گډون کوي .

په ټوله کې د سږنيو کانکورونو د گډونوالو شميره تر يو سلو لسو زرو اوړي چې د لوړو زده کړو د سرپرست وزير سرور دانش په وينا شاوخوا څلور شپيته زره به يې ومنل شي .

له دې ټولگې څخه به يې ٢٢ زره پوهنتونونو او د لوړو زده کړو مرکزونو ته وپيژندل شي او پاتې هغه به يې نورو ښوونيزو ادارو ته لاره پيدا کړي.

د لوړو او نيمه لوړو زده کړو د راروان ښونيز کال لپاره د کانکور د ازموينو لړۍ نن پاى ته رسيږي وروستۍ ازموينه نن په پلازمينه کابل کې کې اخستل کېږي .

د لوړو زده کړو د وزارت د څرگندونو له مخه په دغه ازموينه کې د هغو ١٢ ولايتونو څخه ددولسمو ټولگيو فارغان گډون کوي چې ياد شوي وزارت د کابل د حوضې په نامه نومولي دي .

په ټوله کې د سږنيو کانکورونو د گډونوالو شمېره تر يو سلو لسو زرو اوړي چې تر نيمايي ډير به يې د لوړو او نيمه لوړو زده کړو مرکزونو ته لاره پيدا کړي د لوړو زده کړو سر پرست وزير سرور دانش پر همدې اړه څرگندونې لري :

((نوموړى وايي کوم اټکل مو چې له پيله درلود،په اټکليزه توگه په ټوله کې يوسلو دولس يا يوسلو ديارلس زره په دغو ازموينو کې گډون کوي چې په ټوله کې به ترې نژدې څلور شپيته زره کسان ومنل شي له دې څخه شاوخوا دوه ويشت زره کسان پوهنتونو او د لوړو زده کړو مرکزونو ته لاره پرانيزي،او پاتې به يې د مسلکي ښوونو،د زده کونکو د روزنې،ديني دارالعلومونو ،د طب منځنيو موسسو او پوځي مرکزونو ته ور پيژندل شي))

ښاغلى دانش وايي چې د کانکور ازموينې ټول گډونوال په يوه هيواد کې هم نه منل کيږي،خو دوى له شتو ستونزو سره سره تر نيمايي ډېر گډووال مني، او دا ظرفيت له يوه کاله وبل ته د لوړېدو په حال کې دى،د لوړو زده کړو د سرپرست په وينا سږ کال د تير کال په پرتله يوازې د لوړو زده کړو په برخه کې ٧ زره کسان ډير منل کېږي .

د لوړو زده کړو وزارت هيله من دى چې د نوي کال تر رارسيدو پورې به د سږني کانکور پايلې هم جوتې شي په تيرو کلونو کې داسې ويل کېدل چې گواکې د کانکور په پايلو کې درغلي شوې ده .

خو د لوړو زده کړو وزارت وايي چې سږ کال به هيڅ درغلي ونه شي او دا هم وايي چې پايلې به د يوه داسې پلاوې په مخکې جوړې شي چې د لوړ زده کړو وزارت،پوهنې وزارت،ملي شورا او ملي امنيت استازي به په کې گډون ولري.