د افغانستان وحشي ژوي له ورکېدو سره مخامخ دي

بيزو
Image caption د چاپېرپال ساتنې ادارې له خلکو وغوښتل چې د حيواناتو ، نباتاتو او مرغانو ساتنې ته پام وکړي او ناقانونه ښکاريان او قاچاقبران دوى ته ور په گوته کړي .

دوى وايي دا مهال د ٣٣ ډوله وحشي حيواناتو ، مرغانو او نباتاتو ژوند تر گواښ لاندې دي او دغه گواښ دوى ته د انسانانو له لوري متوجه دى .

سره له دې چې افغان ولسمشر حامد کرزي د حيواناتو ښکار به يو مخ بند کړى ، خو د چاپېريال ساتنې اداره وايي لاهم ښکار کېږي او په دغه هېواد کې د شاوخوا ٣٣ ډوله وحشي حيواناتو، نباتاتو او مرغانو ژوند اونسل تر گواښ لاندې دى .

پر دوى د انسانانو له لوري د ساحې تنگېدل ، د کافي خوړو نه ور رسېدل او ناقانونه ښکار له افغانستان نه ددغو وحشي ژوو د نسل د ورکېدو او کوچېدو اصلي لاملونه به گوته کيږي .

د چاپېرېال ساتنې ادارې مشر مصطفى ظاهر وايي باپد د هغو ژوو د نسل د ورکېدو مخنيوى وشي چې په نوره نړۍ کې يې نسل ډېر کم او يا هم نشته .

د حيواناتو ، نباتاتو او مرغانو د خوندي ساتلو او له قاچاق نه يې د مخنيوي لپاره د چاپېريال ساتنې ادارې وړانديز دادى چې داسې قانون جوړ شي چې په افغاني ټولنه کې د پلې کېدو وړ وي او ښکاري ته په کې ځانگړي اصول وي :

'' زما خپل نظر دادى چې په يوه مخ د ښکار بندېدل شوني نه دي بايد ددې لپاره داسې يو قانون جوړ شي چې پلې کېدل يې شوني او خلک يې هم پر وړاندې بې تفاوته نه وي .

د کرنې وزارت بايد ددې لپاره اصول وټاکي ، هغه کسان چې ښکار کوي بايد اجازه ليک ولري او دا چې د کوم ډول حيواناتو او مرغانو ښکار وکړي او په کومه اندازه .''

ښاغلى ظاهر زياته کړه د دې قانون په پلې کېدو به د هغو ژوو پر وړاندې د گواښ کچه را ولوېږي چې نسل يې د ورکېدو په حال کې دى .

د چاپېرپال ساتنې ادارې دغه راز له خلکو هم وغوښتل چې د حيواناتو ، نباتاتو او مرغانو ساتنې ته پام وکړي او ناقانونه ښکاريان او قاچاقبران دوى ته ور په گوته کړي .

دغې ادارې له څه مودې وړاندې د وحشي ژوو د وېشتلو د سرغړوونکو د محاکمې لپاره د يوې ځانگړې محکمې د جوړېدو هلې ځلې پيل کړې ، خو تر اوسه يې کومه نتيجه نه ده ورکړې .