ايران 3000 افغان بنديان په اعدام محکوم کړي

د افغانستان او ايران رپی
Image caption ا مهال نژدې 6000 افغانان د ايران په زندانونو کې بنديان دي چې له هغې ډلې نه 3000 يې د مرگ په سزا محکوم شوي.

د افغانستان د عدليې وزارت وايي چې دوى د ننه په افغانستان کې هغه امکانات او اسانتياوې نه لري چې له ايرانه افغان بنديان راولېږدوي .

وزير حبيب الله غالب وايي چې دوى د شته بنديانو غوښتنې په سمه توگه نه شي پوره کولاى .

نوموړي دغه څرگندونې د ولسي جرگي ننى غونډې ته تر هغې وروسته کولې چې جرگې نوموړى په ايران کې د درې زره افغان بنديانو د اعدامولو په اړه وربللى و .

د ولسي جرگې استازيو په کلکه له حکومته غوښتنه کوله چې په اعدام محکوم افغانان دې خپل هيواد ته وروبولي او يا دې پر ايران فشار راوړي چې د دغو بنديانو د سزا په کمولو کې مرسته وکړي .

د افغانستان د ولسي جرگې يوه اوونۍ وروسته تر هغې د عدليې وزير وربللى و چې د دغې جرگې استازي له ايرانه راستانه شوي وو .

د دغو استازيو په وينا دا مهال نژدې 6000 افغانان د ايران په زندانونو کې بنديان دي چې له هغې ډلې نه 3000 يې د مرگ په سزا محکوم شوي، خو د عدليې وزير حبيب الله غالب وايي چې دا مهال په افغانستان کې هغه شان اسانتياوې نه لري لکه څنگه چې په ايران کې دغو بنديانو ته برابرې شوي دي :

'' د اعداميدونکو په برخه کې موږ داسې کوم تړون نه لرو او هيڅ هيواد هم ښايي دې ته چمتو نه وي چې د مرگ په سزا محکوم شوي کسان موږ ته وسپاري دا په ټوله نړۍ کې علمه خبره ده او کوم مالومات چې له ايرانه موږ لرو هغوى هره ورځ يو بندي ته شاوخوا اته ډالره حواله کيږي ، خو موږ په ورځ کې يونيم ډالره لگښت کوو ، دا زيات توپير سره لري ، د ځاى ، کار او نورو اسانتياوو په برخه کې هم زموږ لاسونه تش دي ، دوى همدا اوس په زندانونو کې کارونه زده کوي . ''

لاس تر زنې

د ښاغلي غالب د دغو څرگندونو په وړاندې د ولسي جرگې يو شمېر استازيو تند غبرگونونه په ډاگه کړه او ويل يې چې افغان حکومت ته په کار دي چې په دې برخه کې لاس تر زنې کښېنني او د دغو بنديانو د برخليک د روښانه کولو لپاره دې ژر تر ژره د ايراني چارواکو سره خبرې اترې پيل کړي .

د دغو بنديانو زياته شميره هغه کسان دي چې د نشه يي توکو په قاچاقو تورن دي، خو د جرگې استازيو ويل چې دغه نيول شوي افغانان هغه خلک دي چې د نورو په اشاره دې کار ته هڅول شوي او نه ښايي چې دغو مزدورو کسانو ته دا شان سخته سزا ورکړل شي .

په جرگه کې د کوچيانو استازى علم گل کوچي پر افغان حکومت غږ وکړ چې د ډيپلوماتيکو لارو چارو نه دې پر ايران فشار راوړي چې د دغو کسانو د سزا په کمولو کې بيا له سره کتنه وکړي .

وروسته په جرگه کې هوکړه وشوه چې د عدليې ، بهرنيو او کورنيو چارو د وزارتونو استازي دې د ولسي جرگې د عدلي او قضايي کميسيون له غړو سره جرگه شي او داسې لارې چارې دې ولټول شي چې له مخې يې د دغو بنديانو برخليک جوت شي دا رنگه جرگې نوموړو ادارو ته يوه اوونۍ وخت وټاکه چې خپل وروستى رپوټ د جرگې عمومي غونډې ته وړاندې کړي .