د ټاکنيزو شکايتونو په کميسيون کې 2 بهرني غړي

Image caption پخوا په دغه کميسيون کې درې تنه بهرنيان وو،چې د ولسمشرۍ د ټاکنو پر مهال يې په اړه ناندرې پيدا شوې .

افغان حکومت منلې چې په دغه هېواد کې به د پارلماني ټاکنو تر رارسېدو پورې دوه تنه بهرنيان هم د ټاکنيزو شکايتونو په کميسيون کې ومنل شي .

پخوا په دغه کميسيون کې درې تنه بهرنيان وو،چې د ولسمشرۍ د ټاکنو پر مهال يې په اړه ناندرې پيدا شوې .

خو په دا وروستيو کې ولسمشر حامد کرزي د يوه تقنيني فرمان په ترڅ کې وويل چې د ياد شوي کميسيون پنځه سره غړي به افغانان وي .

د ولسمشر حامد کرزي په تقنيني فرمان کې راغلي وو ،چې تر دې وروسته به د ټاکنو د شکايتونو پنځه سره يانې ټول غړي افغانان وي .

ددغه تقنيني فرمان وروسته ملگرو ملتونو ، متحدو ايالتونو او نړيواې ټولنې هڅې پيل کړې چې د شکايتونو په کميسون کې بهرنيانو ته هم رول ورکړي .

په هم دې ترڅ کې نن افغان حکومت اعلان وکړ چې يو ځل بيا په ياد کميسيون کې د دوو بهرنيو غړو منلو ته تيار شوي دي .

د افغان ولسمشر وياند وحيد عمر خبريالانو ته وويل دابه افغانانو ته د ټولو واکونو د سپارلو په لاره کې يو تيريدونکى پړاو وي :

((يو داسې پړاو چې ټول صلاحيتونه په کې په بشپړ ډول افغانانو ته سپارل کېږي، مخکې ترې بايد د يوه ليږديدونکي په پړاو په اړه هوکړه وشي، پر دې اړه غوڅه پريکړه نه ده شوې،خو افغان حکومت ملگرو ملتونو ته خپله تياري اعلان کړې ده چې د ټاکنيزو شکايتونو په کميسيون کې به دوه تنه بهرني کسان مني .))

ښاغلي عمر وويل د ددغه بهير د افغاني کېدو په لاره کې يو پړاو دى او ددې مانا نه لري چې گواکې په قانون کې به بدلون راځي .

وياند وويل که بهرنيان هم په کميسيون کې وي خو پرېکړې به د افغانانو پر هوکړه تر سره کېږي چې شمېر به يې تر بهرنيانو ډېر وي .

ورکړل شوى تقنيني فرمان کې راغلي وو چې د کميسيون ټول غړي به افغانان وي .

د تېر کال په اگست کې د ولسمشريزو ټاکنو پر مهال د ټاکنو د شکايتونو کميسيون څرگند رول ولوباوۀ او د نورو کانديدانو تر څنگ يې د ولمشر حامد کرزي شاوخوا يو ميليون رايې يې باطلې اعلان کړې چې ور سره د نوموړي د رايو فيصدي تر پنځوسو ښکته شوه او ټاکنې دويم پړاو ته ولاړې .

هغه مهال د کميسيون يوه افغان غړي مصطفى بارکزى استعفا وکړه او ويې ويل چې د کميسيون بهرني غړي د ټاکنو په پايلو کې بې ځايه لاسوهنه کوي .

ورته مطالب