ناټو : فراه کې د نشه يي توکو ذخيرې کشف شوې

نشه يي توکي
Image caption د ملګرو ملتونو د تېر 2009 کال د شمېرو له مخې په دغه هېواد کې شاوخوا اووه زره ټنه نشه يي توکي توليد شوي وو .

ناټو ځواکونو ويلي چې د افغانستان په لوېديځ کې يې په زياته اندازه نشه يي توکي او کيميايي مواد کشف کړي .

ناټو ځواکونو دا خبره بي بي سي ته په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې کړې ده .

خبرپاڼه زياتوي ناټو ځواکونو له افغان ځواکونو سره په ګډه د نشه يي توکو دوه امبارونه يې د تېرې سه شنبې په ورځ د فراه ولايت په بکوا ولسوالۍ کې کشف کړي .

د ناټو د خبرپاڼې په وينا، دواړه امبارونه يو بل ته په يو کيلومتر واټن کې پراته ول .

خبرپاڼه وايي چې په دغو نشه يي توکو کې مورفين، کيميايي مواد او همدارنګه تر دوو زرو ليتره ډېر ترياک شامل دي .

په خبرپاڼه کې ويل شوي چې د نشه يي توکو له دې امبارونو سره د نشه يي توکو ځينې توکي او وسايل هم ترلاسه شوي .

په دې پيمانه د زياتو نشه يي توکو خبر داسې مهال ورکول کېږي چې افغان دولت اعلان کړی وچې د کوکنارو د کښت اړولو پرځای به د قاچاق وړونکو د نيولو تګلاره خپلوي .

تېره ورځ (سه شنبه، د کب ۲۵مه) د افغانستان د کورنيو چارو وزارت د نشه يي توکيو ضد مبارزې مرستيال وزير جنرال داود داود ويلي وو :

((له نيوکو بايد تېر شو او عمل ته راشو، نشه يي توکي يو نړيواله ستونزه ده دوى د نشه يي توکيو ضد مبارزې په برخه کې له افغانستان سره څه مرسته کړې ده. موږ د افغانستان پر شمالي پولو د نشه يي توکيو قاچاق 90 په سلو کې کم کړي دي، د نړۍ د يوه هيواد پولې هم سل په سلو کې خوندي نه دې،ماته د حل لاره دا ښکاري چې څنگه ټول يو بل ته لاسونه ورکړو او دغه نړيواله ستونزه د سيمې او نړۍ د يوه مصيبت په توگه هواره کړو .))

بل خوا روسيې ويلي چې افغانستان کې د نشه يي توکو پرضد تګلاره ناکامه ده .

د نشه يي توکو پرضد د مبارزې د تګلارې مشر ويکتور ايوانوف ويلي وو : "د افغانستان حکومت د نشيي توکيو ضد مبارزې په لړ کې ډيرې لږې لاس ته راوړنې لري،له بده مرغه په دغه هيواد کې د نشيي توکيو ضد مبارزې تگلاره بريالۍ نه ده او افغانستان په دې برخه کې يوې نوې تگلارې ته اړتيا لري ،دا چې په افغانستان کې شل سلنه کوکنار کم شوي دي دا پايله ترې راويستي شو چې د نشيي توکيو په برخه کې يوازې لس سلنه لږوالى راغلى دى."

خو افغان چارواکو ويلي روسيه د دې پرځای چې افغانستان کې د نشه يي توکو پرضد مبارزه نيوکې وکړې، بايد د نشه يي توکو په مبارزه کې له دغه هېواد سره همکاري وکړي .

افغانستان د نړۍ يو له هغو هېوادونو دی، چې ډېر نشه يي توکي توليدوي .

د ملګرو ملتونو د تېر 2009 کال د شمېرو له مخې په دغه هېواد کې شاوخوا اووه زره ټنه نشه يي توکي توليد شوي وو .

ورته مطالب