سږ کال کندهار ۲۰ زره ټنه وچه او تازه مېوه بهر ته صادره کړې

کندهاري انار
Image caption د کندهار ولايت سوداګر تر ډېره د خپلو صادراتي او وارداتي توکو د لېږد را لېږد لپاره د ګاوڼدي هېواد پاکستان له ترانزيټې لارې نه کاراخلي.

له کندهار ولايت څخه سږکال د شاوخوا ١١ ميليونو امريکايي ډالرو په ارزښت څه باندې ٢٠ زره ټنه وچه او تازه مېوه بهرنيو هېوادونو ته صادره شوې .

د سوداګريزو خونو چارواکي بهرنيو هېوادونو ته د صادراتوياده کچه، د نورو کلونو په پرتله ټيټه ګني او وايي چې روانې ناامنۍ، د کرونده ګرو او باغ لرونکيو ټيټ اقتصاد او د لومړنيو اسانتياوو نشتوالي د دې لامل ګرځېدلي چې د نوروکلونو په پرتله سږکال د صادراتو کچه را ټيته شي .

د کندهار ولايت دسوداګريزو خونو چارواکي وايي چې سږکال يي د شاوخوا٢٠ زره ټنو وچه اولمدې ميوې او يوشمېر ونورو توکو د صادراتو له اړخه تر دې مهاله شاوخوا ١١ ميليونه امريکايي ډالره عايدات تر لاسه کړي .

دغه چارواکي وايي په صادرو شويو توکيو کې د وچې او تازه مېوي سربېره طبي بوټي، تخمونه او نور شامل دي .

د کندهار ولايت دسوداګريزو خونوغړي عبدالباقي وايي که څه هم چي د وچې مېوې په صادراتو کې کموالی نه دی راغلی، خو بهر ته دانارو په صادراتو ٣٠ سلنه ټيټوالی راغلی .

دغه راز ښاغلي باقي زياته کړه چي بهرنيو هېوادونو ته د صادراتو کچه، د نورو کلونو په پرتله ځکه ټيټه شوې چې په دي ولايت کي روانې ناامنۍ، د کرونده ګرو او باغ لرونکو ټيټ اقتصاد او د لومړنيو اسانتياوو نشتوالي د کندهار محصولات ته په پراخه کچه زيان اړولی.

هغه داسانتياوو په برخه کې دسټورونو يا سړو ساتنځايونو د نشتوالي اوتر څنګ يې دترانزيتي لارې په برخه کي د گڼوپرتو ستونزو يادونه وکړه .

همدارنګه هغه وويل چي تېکال د USAID په مرسته اوخصوصي سکتورونو په مټ تازه مېوه جرمني، سينګاپور،هندوستان، دوبۍ او يو شمېرعربي هېوادونو ته صادره شوې وه خو سږګال د ټرانسپورټي ستونزو له کبله د مېوې سوداګرو ونشو کړای چې اروپايي او يو شمېرنورو لوېديځو هېوادونو ته دخپلو صادراتو لمنه پراخه کړي .

Image caption په تېر ١٣٨٧ کال کې له کندهار څخه بهرنيو هېوادونو ته د ټولو صاراتو کچه څه له پاسه ٣٠ زره ټنه وه، چې مجموعي ارزښت يې ٣٧ ميليونه امريکايي ډالر وو .

ښاغلي باقي وايي سږکال تازه مېوه لکه انګوراوانار يوازې د هندوستان او سينگاپورهېوادونوته لېږدول شوي .

همدارنګه هغه دخپلومحصولاتو دخراب بازار بل لامل په سيمه کي روانې جګړې په ګوته کوي، هغه وايي که چېرې امنيت ډاډمن وای، نو بهرنيو سوداګر به هم د دوی د محصولاتو د رانيولو لپاره دې ولايت ته د راتلو زړه ښه کړی وای .

د کندهار ولايت سوداګر تر ډېره د خپلو صادراتي او وارداتي توکو د لېږد را لېږد لپاره د ګاوڼدي هېواد پاکستان له ترانزيټې لارې نه کاراخلي.

حاجي محمد داود چې د تازه مېوې سوداګر دی د کراچۍ بندر له لارې د خپلو توکو د لېږد رالېږد په ځانګړې توګه د تازه ميوو د صادرولو پر مهال د گڼو ستونزو سره دمخامخ کېدو يادونه کوي .

هغه زياتوي چي د الوتکي لوړه کرايه او د الوتنو نامنظموالی دوی دې ته اړ ايستلي چې له گڼو ستونزو سره سره د ځمکې له لارې خپل محصولات يوشمېر هېوادونو ته ولېږي .

حاجي داود وايي که چېرې افغان حکومت د دوی د محصولاتو لپاره د هوا له لارې اسانتياوې برابرې کړي له يوې خوا به د دوی محصولات پروخت او په سمه توګه بهرنيو بازارونو ته ورسول شي بل خوا به هغه هېوادونوته خپل محصولات ولېږي چې د ځمکې له لارې يې هلته رسول ګران دي .

که څه هم چي په دې وروستيو کې د کندهار د سوداګريزوخونو چارواکي بهر ته د صادرېدونکو توکيو د بسته بندۍ يا پېکينګ په برخه کې د پرمختګ خبره کوي او وايي چې دغه چاره د پخوا په پرتله اوس ٨٠ سلنه ښه شوې ده.

خو د کندهار ښار د وچې او لمدې مېوې يو شمېر سوداګر له افغان حکومت نه غواړي چې د دوی د ټرانسپورټي ستونزو په لېرې کولو کې ورسره مرسته وکړي .

دوي هيله من دي که افغان حکومت د دوی ستونزو ته په کتو له پاکستاني چارواکو سره د ترانزيټي لارې پرقرار داد له سره غور وکړي او د هوا له لارې ورته اسانتياوې برابرې کړي نو د دوی محصولات به نړيوالو بازارونو ته په ډېره اسانۍ سره لاره پيداکړي .

په تېر ١٣٨٧ کال کې له کندهار څخه بهرنيو هېوادونو ته د ټولو صاراتو کچه څه له پاسه ٣٠ زره ټنه وه، چې مجموعي ارزښت يې ٣٧ ميليونه امريکايي ډالر وو .