کرزی: ايران، پاکستان او هند افغان پوځيان روزل غواړي

Image caption د افغانستان دولت وړاندې اعلان کړی و، چې تر ۲۰۱۱ کال پورې به د دغه هېواد د وسله وال ځواک شمېر به زياتوي، چې په دې لړ کې مرستندويه هېوادونو ژمنې هم ورسره کړې دي.

د افغانستان ولسمشر حامد کرزي ويلي د ايران، هند او پاکستان ولسمشران غواړي چې د افغانستان د پوځ افسران په دغو هېوادونو کې وروزي.

افغان ولسمشر حامد کرزي ويلي ايران، پاکستان او هند غواړي چې په دغو هېوادونو کې د افغانستان د پوځ افسران وروزي، خو نوموړی وايي چې دوی ته خپله افغانستان کې افغان پوځيان وروزي .

ولسمشر کرزي دغه خبرې د پنجشنبې په ورځ (د مارچ ۱۸مه) په کابل کې د افغان پوځيانو د فراغت په مراسمو کې کړې دي.

حامد کرزي وويل : "د ايران دولت وړانديز کړی، چې زموږ پوځي ځوانان دغه هېواد ته ولېږل شي . څو ورځې وړاندې پاکستان هم دا غوښتنه کوله، چې افغان پوځيان دې د زده کړو لپاره هغه هېواد ته واستول شي . هندوستان هم ورته وړانديز درلود ."

خو د افغانستان ولسمشر پرته له دې چې د دغو هېوادونو د غوښتنو لپاره خپل غبرګون په ډاګه کړي، وويل دی د يوې داسې ورځې په تمه دی چې له دغو هېوادونو همدا شان غوښتنې وکړي.

ښاغلي کرزي افغان نويو پوځي فارغانو ته د وينا پرمهال وويل چې سر له اوسه بايد د دې ورځې د راتلو په هڅه کې شو، چې بهرني مشران له افغان مشرانو داسې غوښتنه ونه کړي، بلکې افغانستان له دوی دا غوښتنه وکړي .

ولسمشر کرزي زياته کړه د هغه د دولت يو لومړيتوب د يوه پياوړي ځواک رامنځ ته کول دي .

نوموړي وويل له بهرنيو متحدينو او همکارانو سره په دې هڅه کې دی چې د افغانستان هوايي او ځمکني پوځونه پياوړي کړي .

ښاغلي کرزي همداراز ټينګار کاوه، چې نه يوازې افغان پوځي د دغه هېواد د ازادۍ او ارزښتونو ساتلو دنده لري، بلکې افغان ملي اردو او نظامي ارګانونه بايد په دې اړه خپله ژمنتيا وساتي .

ده وويل چې پوځيان بایدله سياسي ډلو سره له يوځای کېدو ډډه وکړي .

دا مهال افغان پوځيان د لوېديځو ځواکونو لخوا روزل کېږي .

اوسمهال د افغانستان د پوځ شمېر سل زرو ته رسېږي .

د افغانستان دولت وړاندې اعلان کړی و، چې تر ۲۰۱۱ کال پورې به د دغه هېواد د وسله وال ځواک شمېر به زياتوي، چې په دې لړ کې مرستندويه هېوادونو ژمنې هم ورسره کړې دي.

ورته مطالب