هلمند کې ځانمرګي بريد لس ولسي وګړي ووژل

افغانستان کې د يوې مخکېنۍ چاودنې عکس ګورﺉ
Image caption هلمند د افغانستان په جنوب کې يو له تر ټولو ناامنه ولايتونو ګڼل کېږي.

د هلمند ځايي چارواکي وايي د ګرشک ولسوالۍ په بازار کې يوه ځانمرګي بريد لږ ترلږه لس ولسي وګړي وژلي او اووه نور يې ټپيان کړي دي .

د هلمند د والي وياند داود احمدي بي بي سي ته وويل بريد نن (يکشنبه، د مارچ ۲۱مه) غرمه مهال شاوخوا دوولس نيمې بجې د ګرشک ولسوالۍ بازار د بغرا د پله پرسر شوی .

ښاغلی احمدي وايي د بريد هدف د ملي اردو يو موټر و، چې له بريد وړاندې له سيمې تېر شوی .

د هغه په وينا، بريد د يوې رکشا په وسيله شوی .

داود احمدي وايي ښايي چې ځينې مړي او ټپيان اوبو ته لوېدلي وي، خو په اړه يې پلټنه روانه ده .

نن له غرمې وړاندې د خوست ښار ته څېرمه هم يوې درنې چاودنې دوه تنه ووژل او درې نور يې ټپيان کړل .

او تېره شپه بيا په ختيځ جلال اباد ښار کې څلور چاودنې شوې وې، خو چا ته پکې مرګ ژوبله نه وه اوښتې .

دا په داسې حال کې ده چې نن د افغانستان په ځينو لويو ښارونو کې نوی لمريز کال ولمانځل شو .