مزار شريف نوی لمريز کال ولمانځل شو

مزار شريف

د افغانستان د لرغوني بلخ ولايت په مرکز مزار شريف کې د نوي لمريز کال د لمانځنو لپاره کلک امنيتي گامونه پورته شوي وو.

دغلته په هغه زيارت کې چې ځايي خلک يې د حضرت علي مقبره بولي ، هر کال د نوروز په ورځ بيرغ پورته کيږي او د نوي کال لپاره مېلې جشنونه کيږي .

ويل شوي چې سږ کال هم گڼ شمير بهرني او افغان مشران مزار شريف ته رسيدلي دي چې د ديارلس سوه نهه اتيايم کال د رارسيدو په خوښيو او جشنونو کې برخه واخلي .

د ولسمشر کرزي لومړى مرستيال مارشال قسيم فهيم په لوړ پوړو چارواکو کې شامل دى چې مزار شريف ته رسيدلى دى .

د نړۍ د بيلا بيلو هيوادونو ځينې ديپلوماتان هم په دغو مراسمو کې د گډون په هيله مزار شريف ته رسيدلي او يا د رسيد و په حال کې دي .

يو شمير بهرني او افغان سندرغاړي هم په مزار شريف کې دي چې د نوي کال په وياړ کانسرتونه ورکوي او په مېلو کې برخه اخلي .

نوى لمريز کال د افغانستان په لرو بر کې لمانځل کيږي چې په شمالي ولايتونو کې د وزلوبې لوبې او پر غاټولو سرو شويو دښتو ته د مېلو لپاره د خلک تگ يې ځانگړنه ده.